يوسف

تفسير سورة يوسف

الترجمة البشتوية

پښتو

الترجمة البشتوية

ترجمة معاني القرآن الكريم باللغة البشتو ترجمها زكريا عبدالسلام، وراجعها مفتي عبدالولي خان عام الطبعة 1423هـ.

﴿بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ الر ۚ تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ الْمُبِينِ﴾

12-1 الف، لام، را، دا د واضح كتاب ایتونه دي

﴿إِنَّا أَنْزَلْنَاهُ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ﴾

12-2 بېشكه مونږ دا نازل كړى دى، په داسې حال كې چې عربي قرآن دى، د دې لپاره چې تاسو پوه شئ

﴿نَحْنُ نَقُصُّ عَلَيْكَ أَحْسَنَ الْقَصَصِ بِمَا أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ هَٰذَا الْقُرْآنَ وَإِنْ كُنْتَ مِنْ قَبْلِهِ لَمِنَ الْغَافِلِينَ﴾

12-3 (اى نبي!) مونږ تا ته تر ټولو ښه بیان (قصه) اوروو، د دې قرآن په ذريعې سره چې مونږ تا ته وحي كړى دى، او بېشكه شان دا دى چې ته د دې (قرآن له نازلېدلو) نه مخكې خامخا له ناخبرو ځنې وې

﴿إِذْ قَالَ يُوسُفُ لِأَبِيهِ يَا أَبَتِ إِنِّي رَأَيْتُ أَحَدَ عَشَرَ كَوْكَبًا وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ رَأَيْتُهُمْ لِي سَاجِدِينَ﴾

12-4 (یاد كړه هغه وخت) كله چې یوسف خپل پلار ته وویل: اى زما پلار جانه! بېشكه ما (په خوب كې) یوولس ستوري او لمر او سپوږمۍ ولیدل، ما دوى ولېدل چې ما ته سجده كوونكي وو

﴿قَالَ يَا بُنَيَّ لَا تَقْصُصْ رُؤْيَاكَ عَلَىٰ إِخْوَتِكَ فَيَكِيدُوا لَكَ كَيْدًا ۖ إِنَّ الشَّيْطَانَ لِلْإِنْسَانِ عَدُوٌّ مُبِينٌ﴾

12-5 (یعقوب) وویل: اى زما خوږه بچيه! خپل (دا) خوب خپلو وروڼو ته مه بیانوه، (ګنې) بیا به دوى تا ته څه چل جور كړي، څه چل جوړول، بېشكه شیطان د انسان لپاره ښكاره دښمن دى

﴿وَكَذَٰلِكَ يَجْتَبِيكَ رَبُّكَ وَيُعَلِّمُكَ مِنْ تَأْوِيلِ الْأَحَادِيثِ وَيُتِمُّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكَ وَعَلَىٰ آلِ يَعْقُوبَ كَمَا أَتَمَّهَا عَلَىٰ أَبَوَيْكَ مِنْ قَبْلُ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْحَاقَ ۚ إِنَّ رَبَّكَ عَلِيمٌ حَكِيمٌ﴾

12-6 او همدارنګه ستا رب به تا غوره كړي او تا ته به د خبرو(خوبونو) څه اصل حقیقت (تعبیر كول) وښیي او په تا باندې او د یعقوب په كورنۍ به خپل نعمت پوره كړي لكه چې هغه پوره كړى و دا (نعمت) له تا نه مخكې ستا په دوو پلرونو (نیكه او ورنیكه) ابراهیم او اسحق باندې، بېشكه ستا رب ښه پوه، ښه حكمت والا دى

﴿۞ لَقَدْ كَانَ فِي يُوسُفَ وَإِخْوَتِهِ آيَاتٌ لِلسَّائِلِينَ﴾

12-7 یقینًا یقینًا په یوسف او د هغه په وروڼو كې د تپوس كوونكو لپاره ډېرې نښې دي

﴿إِذْ قَالُوا لَيُوسُفُ وَأَخُوهُ أَحَبُّ إِلَىٰ أَبِينَا مِنَّا وَنَحْنُ عُصْبَةٌ إِنَّ أَبَانَا لَفِي ضَلَالٍ مُبِينٍ﴾

12-8 كله چې هغوى (په خپل مینځ كې) وویل: خامخا یوسف او د هغه سكنى ورور زمونږ پلار ته زمونږ نه زیات محبوب دي، حال دا چې مونږ یوه قوتناكه ډله یو، بېشكه زمونږ پلار خامخا په ښكاره خطا كې (پروت) دى

﴿اقْتُلُوا يُوسُفَ أَوِ اطْرَحُوهُ أَرْضًا يَخْلُ لَكُمْ وَجْهُ أَبِيكُمْ وَتَكُونُوا مِنْ بَعْدِهِ قَوْمًا صَالِحِينَ﴾

12-9 تاسو یوسف قتل كړئ یا هغه په كومې (لرې نامعلومه) ځمكه كې وغورځوئ چې ستاسو د پلار توجه يواځې تاسو ته خالصه شي او له دې (كاره) وروسته به تاسو نېك خلق شئ

﴿قَالَ قَائِلٌ مِنْهُمْ لَا تَقْتُلُوا يُوسُفَ وَأَلْقُوهُ فِي غَيَابَتِ الْجُبِّ يَلْتَقِطْهُ بَعْضُ السَّيَّارَةِ إِنْ كُنْتُمْ فَاعِلِينَ﴾

12-10 په دوى كې یو ویونكي وویل: تاسو یوسف مه وژنئ او (بلكې) هغه د ګمنامي كوهي په تیاره بېخ كې وغورځوئ چې په تېرېدونكو (لارویانو) كې به يې ځینې (څوك) واخلي كه تاسو كوونكي یئ (د هغه كار چې ستاسو مقصد پرې پوره كېږي)

﴿قَالُوا يَا أَبَانَا مَا لَكَ لَا تَأْمَنَّا عَلَىٰ يُوسُفَ وَإِنَّا لَهُ لَنَاصِحُونَ﴾

12-11 دوى وویل: اى زمونږ پلاره! څه باعث (او سبب) دى تا لره چې ته پر مونږ د یوسف باره كې اعتبار نه كوې، حال دا چې مونږ د ده یقینًا خیر غوښتونكي یو

﴿أَرْسِلْهُ مَعَنَا غَدًا يَرْتَعْ وَيَلْعَبْ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ﴾

12-12 ته دى له مونږ سره سبا ولېږه چې ښې ډېرې مېوې وخوري (مزې وكړي) او لوبې وكړي او بېشكه مونږ د ده خامخا ساتونكي یو

﴿قَالَ إِنِّي لَيَحْزُنُنِي أَنْ تَذْهَبُوا بِهِ وَأَخَافُ أَنْ يَأْكُلَهُ الذِّئْبُ وَأَنْتُمْ عَنْهُ غَافِلُونَ﴾

12-13 هغه وویل: بېشكه زه چې یم، یقینًا ما دا خبره غمجنوي چې تاسو دى بوځئ او زه له دې نه وېرېږم چې دا (یوسف) به لیوه (شرمښ) وخوري، په داسې حال كې چې تاسو به له ده نه غافلان یئ

﴿قَالُوا لَئِنْ أَكَلَهُ الذِّئْبُ وَنَحْنُ عُصْبَةٌ إِنَّا إِذًا لَخَاسِرُونَ﴾

12-14 هغوى وویل: قسم دى كه دى (رانه) لیوه وخوري، حال دا چې مونږ یوه قوتناكه ډله یو (،نو) بېشكه مونږ به په دغه وخت كې خامخا تاوانیان (او هلاكېدونكي) یو

﴿فَلَمَّا ذَهَبُوا بِهِ وَأَجْمَعُوا أَنْ يَجْعَلُوهُ فِي غَيَابَتِ الْجُبِّ ۚ وَأَوْحَيْنَا إِلَيْهِ لَتُنَبِّئَنَّهُمْ بِأَمْرِهِمْ هَٰذَا وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ﴾

12-15 نو كله چې دوى هغه بوته او پر دې خبره يې اتفاق وكړ چې دى د (ګمنامي) كوهي په تیاره بېخ كې وغورځوي او مونږ ده ته (یوسف ته) وحي وكړه چې قسم دى چې ته به خامخا ضرور دوى ته د دوى د دې كار خبر وركړې، په دې حال كې چې دوى به نه پوهېږي (چې ته یوسف يې)

﴿وَجَاءُوا أَبَاهُمْ عِشَاءً يَبْكُونَ﴾

12-16 او دوى خپل پلار ته بېګاه ته (په تیاره كې) راغلل چې ژړل يې (په دروغو سره)

﴿قَالُوا يَا أَبَانَا إِنَّا ذَهَبْنَا نَسْتَبِقُ وَتَرَكْنَا يُوسُفَ عِنْدَ مَتَاعِنَا فَأَكَلَهُ الذِّئْبُ ۖ وَمَا أَنْتَ بِمُؤْمِنٍ لَنَا وَلَوْ كُنَّا صَادِقِينَ﴾

12-17 ويې ويل: اى زمونږ پلاره! بېشكه مونږ لاړو مسابقه مو سره كوله او مونږ یوسف له خپلو اسبابو سره پريښى و، نو هغه شرمخ وخوړ او ته پر مونږ باندې باور كوونكى نه يې اګر كه مونږ رښتیني یو

﴿وَجَاءُوا عَلَىٰ قَمِيصِهِ بِدَمٍ كَذِبٍ ۚ قَالَ بَلْ سَوَّلَتْ لَكُمْ أَنْفُسُكُمْ أَمْرًا ۖ فَصَبْرٌ جَمِيلٌ ۖ وَاللَّهُ الْمُسْتَعَانُ عَلَىٰ مَا تَصِفُونَ﴾

12-18 او دوى د هغه د كمیس له پاسه دروغجنه وینه لګولې راوړه، یعقوب وویل: (دا دروغ دي) بلكې تاسو ته ستاسو نفسونو (دا بد) كار ښايسته كړى دى، نو (زما كار) صبر جمیل دى او د هغو خبرو په هكله خاص له الله نه مدد غوښتلى شي چې تاسو يې بیانوئ

﴿وَجَاءَتْ سَيَّارَةٌ فَأَرْسَلُوا وَارِدَهُمْ فَأَدْلَىٰ دَلْوَهُ ۖ قَالَ يَا بُشْرَىٰ هَٰذَا غُلَامٌ ۚ وَأَسَرُّوهُ بِضَاعَةً ۚ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِمَا يَعْمَلُونَ﴾

12-19 او قافله راغله، نو دوى خپل اوبه راوړونكى ولېږه، نو هغه خپله بوكه (په كوهي كې) ورخوشې كړه (نو یوسف دغې بوكې پورې ونښت، چې يې ولیده، نو) ويې ويل:اى زما خوشحالۍ! دا خو (ډېر ښكلى) هلك دى او دوى هغه د تجارت د مال په توګه پټ كړ او الله پر هغو كارونو ښه عالم دى چې دوى كول

﴿وَشَرَوْهُ بِثَمَنٍ بَخْسٍ دَرَاهِمَ مَعْدُودَةٍ وَكَانُوا فِيهِ مِنَ الزَّاهِدِينَ﴾

12-20 او دوى هغه په ډېر كم قیمت خرڅ كړ، چې څو شمېرل شوې روپۍ وې او دوى د هغه په حق كې له بې رغبتو څخه وو

﴿وَقَالَ الَّذِي اشْتَرَاهُ مِنْ مِصْرَ لِامْرَأَتِهِ أَكْرِمِي مَثْوَاهُ عَسَىٰ أَنْ يَنْفَعَنَا أَوْ نَتَّخِذَهُ وَلَدًا ۚ وَكَذَٰلِكَ مَكَّنَّا لِيُوسُفَ فِي الْأَرْضِ وَلِنُعَلِّمَهُ مِنْ تَأْوِيلِ الْأَحَادِيثِ ۚ وَاللَّهُ غَالِبٌ عَلَىٰ أَمْرِهِ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ﴾

12-21 او هغه سړي چې دى يې له مصره اخيستى و، خپلې ښځې ته وویل: د ده استوګنه عزتمنه ساته (دى په عزت سره ساته)، امېد دى چې دى به مونږ ته فايده راورسوي یا به دى مونږ زوى ونیسو او همدارنګه مونږ یوسف ته په ځمكه كې ځاى (او قدرت) وركړ او د دې لپاره چې مونږ هغه ته د خبرو څه تاویل (او تعبیر) وښیو او الله پر خپل كار غالب دى او لېكن اكثره خلق نه پوهېږي

﴿وَلَمَّا بَلَغَ أَشُدَّهُ آتَيْنَاهُ حُكْمًا وَعِلْمًا ۚ وَكَذَٰلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ﴾

12-22 او كله چې هغه خپل قوت ته ورسېده (، نو) مونږ هغهٔ ته حكم او علم وركړ او همداسې مونږ نېكي كوونكو ته بدله وركوو

﴿وَرَاوَدَتْهُ الَّتِي هُوَ فِي بَيْتِهَا عَنْ نَفْسِهِ وَغَلَّقَتِ الْأَبْوَابَ وَقَالَتْ هَيْتَ لَكَ ۚ قَالَ مَعَاذَ اللَّهِ ۖ إِنَّهُ رَبِّي أَحْسَنَ مَثْوَايَ ۖ إِنَّهُ لَا يُفْلِحُ الظَّالِمُونَ﴾

12-23 او هغې ښځې، چې دا د هغې په كور كې و، هغې له ده نه له هغې سره د بدكارۍ مطالبه وكړه او (ټولې) دروازى يې كلكې پورې كړې او ويې ويل:هله، ته زر راشه! هغهٔ وویل: زه په الله پورې پناه نیسم، بېشكه دا (عزیز) زما مالك دى، هغه زما استوګنه ښه كړې ده، بېشكه شان دا دى چې ظالمان فلاح (او خلاصى) نه مومي

﴿وَلَقَدْ هَمَّتْ بِهِ ۖ وَهَمَّ بِهَا لَوْلَا أَنْ رَأَىٰ بُرْهَانَ رَبِّهِ ۚ كَذَٰلِكَ لِنَصْرِفَ عَنْهُ السُّوءَ وَالْفَحْشَاءَ ۚ إِنَّهُ مِنْ عِبَادِنَا الْمُخْلَصِينَ﴾

12-24 او یقینًا یقینًا هغې دهٔ ته قصد كړى و، او ده به هغې ته قصد كړى و كه چېرې ده د خپل رب دلیل نه وى لیدلى، همداسې (مونږ یوسف وساته) د دې لپاره چې مونږ له هغه نه بد او ناكاره (بې حیا) فعل وګرځوو (واړوو)، بېشكه دغه (یوسف) زمونږ له غوره كړى شويو بنده ګانو څخه دى

﴿وَاسْتَبَقَا الْبَابَ وَقَدَّتْ قَمِيصَهُ مِنْ دُبُرٍ وَأَلْفَيَا سَيِّدَهَا لَدَى الْبَابِ ۚ قَالَتْ مَا جَزَاءُ مَنْ أَرَادَ بِأَهْلِكَ سُوءًا إِلَّا أَنْ يُسْجَنَ أَوْ عَذَابٌ أَلِيمٌ﴾

12-25 او دواړو دروازې ته سره منډې شروع كړې او هغې د ده كمیس له شا طرف نه څیرې كړ او دواړه د هغې له خاوند سره دروازي ته نژدې مخامخ شول، هغې وویل: نه ده سزا د هغه چا چې ستا له اهل سره يې د بدۍ اراده وكړه مګر دا چې هغه بندي (قيد) كړى شي یا ( د هغهٔ لپاره) ډېر دردوونكى عذاب دى

﴿قَالَ هِيَ رَاوَدَتْنِي عَنْ نَفْسِي ۚ وَشَهِدَ شَاهِدٌ مِنْ أَهْلِهَا إِنْ كَانَ قَمِيصُهُ قُدَّ مِنْ قُبُلٍ فَصَدَقَتْ وَهُوَ مِنَ الْكَاذِبِينَ﴾

12-26 هغهٔ وویل: هم دې له ما نه د بدكارۍ غوښتنه كړې ده، او د هغې د كورنۍ یو شاهد شاهدي وركړه (داسې چې) كه د ده كمیس له مخامخ اړخ نه څيرې شوى وي، نو هغې رښتیا ویلي دي او دا له دروغجنانو څخه دى

﴿وَإِنْ كَانَ قَمِيصُهُ قُدَّ مِنْ دُبُرٍ فَكَذَبَتْ وَهُوَ مِنَ الصَّادِقِينَ﴾

12-27 او كه د ده كمیس له شا اړخ نه څیرې شوى وي، نو دې دروغ ویلي دي او هغه (یوسف) له رښتینو څخه دى

﴿فَلَمَّا رَأَىٰ قَمِيصَهُ قُدَّ مِنْ دُبُرٍ قَالَ إِنَّهُ مِنْ كَيْدِكُنَّ ۖ إِنَّ كَيْدَكُنَّ عَظِيمٌ﴾

12-28 نو كله چې هغه (عزیز) د ده كمیس ولیده چې له شا اړخ نه څیرې شوى دى، ويې ويل: بېشكه (اى ښځو) دا ستاسو له فریبونو څخه دى، بېشكه ستاسو فریب (او چل) ډېر لوى دى

﴿يُوسُفُ أَعْرِضْ عَنْ هَٰذَا ۚ وَاسْتَغْفِرِي لِذَنْبِكِ ۖ إِنَّكِ كُنْتِ مِنَ الْخَاطِئِينَ﴾

12-29 اى یوسفه! له دې خبرې نه مخ واړوه او (اى ښځې) ته د خپلې ګناه لپاره مغفرت وغواړه، بېشكه هم تهٔ له خطا كارانو ځنې وې

﴿۞ وَقَالَ نِسْوَةٌ فِي الْمَدِينَةِ امْرَأَتُ الْعَزِيزِ تُرَاوِدُ فَتَاهَا عَنْ نَفْسِهِ ۖ قَدْ شَغَفَهَا حُبًّا ۖ إِنَّا لَنَرَاهَا فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ﴾

12-30 او په ښار كې ښځو وویل: د عزیز ښځه له خپل غلام نه د بدكارۍ مطالبه كوي، یقینًا د مینې په لحاظ سره هغهٔ، د دې د زړه پرده څیرې كړې ده (د دې ورسره سخته مينه ده)، بېشكه مونږ هغه خامخا په ښكاره ګمراهۍ كې وینو

﴿فَلَمَّا سَمِعَتْ بِمَكْرِهِنَّ أَرْسَلَتْ إِلَيْهِنَّ وَأَعْتَدَتْ لَهُنَّ مُتَّكَأً وَآتَتْ كُلَّ وَاحِدَةٍ مِنْهُنَّ سِكِّينًا وَقَالَتِ اخْرُجْ عَلَيْهِنَّ ۖ فَلَمَّا رَأَيْنَهُ أَكْبَرْنَهُ وَقَطَّعْنَ أَيْدِيَهُنَّ وَقُلْنَ حَاشَ لِلَّهِ مَا هَٰذَا بَشَرًا إِنْ هَٰذَا إِلَّا مَلَكٌ كَرِيمٌ﴾

12-31 نو كله چې هغې د دوى مكر واورېده (، نو) دوى ته يې پېغام ولېږه او د دوى لپاره يې مجلس تیار كړ او په دوى كې يې هرې یوې ته چاړه وركړه او هغې (ده ته) وویل: دوى ته راووځه، نو كله چې دوى هغه ولیده (،نو) ډېر لوى ښايسته يې ومونده او خپل لاسونه يې پرې كړل او ويې ویل الله ته پاكي ده، دا خو بشر نه دى، دا نه دى مګر ډېر عزتمن مَلك

﴿قَالَتْ فَذَٰلِكُنَّ الَّذِي لُمْتُنَّنِي فِيهِ ۖ وَلَقَدْ رَاوَدْتُهُ عَنْ نَفْسِهِ فَاسْتَعْصَمَ ۖ وَلَئِنْ لَمْ يَفْعَلْ مَا آمُرُهُ لَيُسْجَنَنَّ وَلَيَكُونًا مِنَ الصَّاغِرِينَ﴾

12-32 هغې وویل: دا هماغه (زلمى) دى چې تاسو زه د ده (له ده سره د مینې) په باره كې ملامته كړې ومه او یقینًا یقینًا ما له ده نه د ده د ځان غوښتنه كړې وه، نو ده ځان وساته او قسم دى كه ده هغه كار ونه كړ چې زه يې ده ته حكم كوم (، نو) خامخا هرومرو به دى بندي كړى شي او خامخا هرومرو به دى شي له ذلیلانو نه

﴿قَالَ رَبِّ السِّجْنُ أَحَبُّ إِلَيَّ مِمَّا يَدْعُونَنِي إِلَيْهِ ۖ وَإِلَّا تَصْرِفْ عَنِّي كَيْدَهُنَّ أَصْبُ إِلَيْهِنَّ وَأَكُنْ مِنَ الْجَاهِلِينَ﴾

12-33 هغهٔ وویل: اى زما ربه! بندي خانه ما ته ډېره خوښه ده له هغه كار نه چې دوى ما هغه ته بلي او كه ته زما څخه د دوى مكر و فریب وانه ړوې (، نو) زه به دوى ته مايله شم او شم به له جاهلانو نه

﴿فَاسْتَجَابَ لَهُ رَبُّهُ فَصَرَفَ عَنْهُ كَيْدَهُنَّ ۚ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ﴾

12-34 نو خپل رب يې د ده دعا قبوله كړه، نو له ده نه يې د دوى مكر و فریب وګرځاوه، بېشكه هغه، هم هغه ښه اورېدونكى، ښه پوه دى

﴿ثُمَّ بَدَا لَهُمْ مِنْ بَعْدِ مَا رَأَوُا الْآيَاتِ لَيَسْجُنُنَّهُ حَتَّىٰ حِينٍ﴾

12-35 بیا دوى (عزیز او د هغه كسانو) ته ښكاره شوه (صلاح يې وكړه)، وروسته له دې چې دوى (د یوسف د پاكۍ) نښې ولېدې، چې دوى به دى خامخا هرومرو تر یو وخته پورې بندي كړي

﴿وَدَخَلَ مَعَهُ السِّجْنَ فَتَيَانِ ۖ قَالَ أَحَدُهُمَا إِنِّي أَرَانِي أَعْصِرُ خَمْرًا ۖ وَقَالَ الْآخَرُ إِنِّي أَرَانِي أَحْمِلُ فَوْقَ رَأْسِي خُبْزًا تَأْكُلُ الطَّيْرُ مِنْهُ ۖ نَبِّئْنَا بِتَأْوِيلِهِ ۖ إِنَّا نَرَاكَ مِنَ الْمُحْسِنِينَ﴾

12-36 او له ده سره زندان ته دوه زلمي ننوتل، په دې دواړو كې یو وویل: بېشكه زه چې یم، زه ځان (په خوب كې) وینم، چې د شرابو لپاره انګور نچوړوم او بل وویل: بېشكه زه چې یم، ځان وینم، په دې حال كې چې د خپل سر له پاسه مې ډوډۍ بار كړې ده، چې له هغې نه مرغان خوراك كوي، مونږ د دې (خوبونو) پر تعبیر خبر كړه، بېشكه مونږ تا له نیكوكارانو څخه وینو

﴿قَالَ لَا يَأْتِيكُمَا طَعَامٌ تُرْزَقَانِهِ إِلَّا نَبَّأْتُكُمَا بِتَأْوِيلِهِ قَبْلَ أَنْ يَأْتِيَكُمَا ۚ ذَٰلِكُمَا مِمَّا عَلَّمَنِي رَبِّي ۚ إِنِّي تَرَكْتُ مِلَّةَ قَوْمٍ لَا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَهُمْ بِالْآخِرَةِ هُمْ كَافِرُونَ﴾

12-37 (یوسف) وویل: چې تاسو ته به هغه طعام لا نه وي راغلى چې تاسو ته هغه دركاوه شي مګر چې تاسو به د دې (خوبونو) پر تعبیر خبر كړم، مخكې له دې نه چې تاسو ته هغه راشي، دا (تعبیر) له هغه علم څخه دى چې زما رب ما ته ښودلى دى، بېشكه ما د هغه قوم دین پریښى دى چې په الله ایمان نه لري او په اخرت هم كافران دي

﴿وَاتَّبَعْتُ مِلَّةَ آبَائِي إِبْرَاهِيمَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ ۚ مَا كَانَ لَنَا أَنْ نُشْرِكَ بِاللَّهِ مِنْ شَيْءٍ ۚ ذَٰلِكَ مِنْ فَضْلِ اللَّهِ عَلَيْنَا وَعَلَى النَّاسِ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَشْكُرُونَ﴾

12-38 او ما د خپلو پلرونو د ملت پیروي كړې ده چې ابراهیم او اسحق او یعقوب دى، زمونږ لپاره له سره جايز نه دي چې له الله سره څه شى شریك كړو، دا د الله له فضله څخه دي پر مونږ باندې او په (نورو) خلقو باندې او لېكن زیاتره خلق شكر نه وباسي

﴿يَا صَاحِبَيِ السِّجْنِ أَأَرْبَابٌ مُتَفَرِّقُونَ خَيْرٌ أَمِ اللَّهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ﴾

12-39 اى د زندان دواړو ملګرو! ایا ګڼ او متفرق خدایان غوره دي یا كه هغه الله چې یو دى، ډېر قوي او غالب دى

﴿مَا تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِهِ إِلَّا أَسْمَاءً سَمَّيْتُمُوهَا أَنْتُمْ وَآبَاؤُكُمْ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ بِهَا مِنْ سُلْطَانٍ ۚ إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ ۚ أَمَرَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ ۚ ذَٰلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ﴾

12-40 تاسو له الله نه غیر عبادت نه كوئ مګر د داسې نومونو چې تاسو او ستاسو پلرونو ایښي (او نومولي) دي (او) الله د دوى (د الوهیت) په باره كې هېڅ دلیل نه دى نازل كړى، حكم يواځې الله ته خاص دى، هغه حكم كړى دى چې تاسو يواځې د هغه عبادت كوئ، همدا سم دین دى او لېكن زیاتره خلق نه پوهېږي

﴿يَا صَاحِبَيِ السِّجْنِ أَمَّا أَحَدُكُمَا فَيَسْقِي رَبَّهُ خَمْرًا ۖ وَأَمَّا الْآخَرُ فَيُصْلَبُ فَتَأْكُلُ الطَّيْرُ مِنْ رَأْسِهِ ۚ قُضِيَ الْأَمْرُ الَّذِي فِيهِ تَسْتَفْتِيَانِ﴾

12-41 اى د زندان دواړو ملګرو! هر چي په تاسو كې یو دى، نو هغه خو به پر خپل مالك شراب څښوي او پاتې شو بل، نو هغه به په دار كولى شي، نو مرغان به د ده له سر نه (غوښې) خوري، هغه كار فیصله شوى دى چې تاسو د هغه په باره كې (له ما نه) تعبیر پوښتئ

﴿وَقَالَ لِلَّذِي ظَنَّ أَنَّهُ نَاجٍ مِنْهُمَا اذْكُرْنِي عِنْدَ رَبِّكَ فَأَنْسَاهُ الشَّيْطَانُ ذِكْرَ رَبِّهِ فَلَبِثَ فِي السِّجْنِ بِضْعَ سِنِينَ﴾

12-42 او هغه كس ته يې وویل چې پر هغه يې دا یقین و چې یقینًا دى په دې دواړو كې خلاصى موندونكى دى: د خپل مالك په وړاندې ما یاد كړه، نو شیطان له هغه نه خپل مالك ته (د یوسف) یادول هېر كړل، نو هغه په زندان كې څو كاله پاتې شو

﴿وَقَالَ الْمَلِكُ إِنِّي أَرَىٰ سَبْعَ بَقَرَاتٍ سِمَانٍ يَأْكُلُهُنَّ سَبْعٌ عِجَافٌ وَسَبْعَ سُنْبُلَاتٍ خُضْرٍ وَأُخَرَ يَابِسَاتٍ ۖ يَا أَيُّهَا الْمَلَأُ أَفْتُونِي فِي رُؤْيَايَ إِنْ كُنْتُمْ لِلرُّؤْيَا تَعْبُرُونَ﴾

12-43 او بادشاه وویل: بېشكه زه چې یم، زه اوه چاغې څربه غواګانې وینم، چې اوه خوارې غواګانې يې خوري او اوه شنه وږي او نور وچ (اوه وږي وینم) اى سردارانو! تاسو ما ته زما د خوب تعبیر ووایئ، كه چېرې تاسو د خوب تعبیر كولى شئ

﴿قَالُوا أَضْغَاثُ أَحْلَامٍ ۖ وَمَا نَحْنُ بِتَأْوِيلِ الْأَحْلَامِ بِعَالِمِينَ﴾

12-44 هغوى وویل: (دا) ګډوډ (تَخَیُّلي) خوبونه دي او مونږ د خیالي ګډو وډو خوبونو په تعبیر باندې عالمان نه یو

﴿وَقَالَ الَّذِي نَجَا مِنْهُمَا وَادَّكَرَ بَعْدَ أُمَّةٍ أَنَا أُنَبِّئُكُمْ بِتَأْوِيلِهِ فَأَرْسِلُونِ﴾

12-45 او هغه كس وویل چې په هغو دواړو كې هغه نجات موندلى و او له ډېرې مودې نه پس يې یاد شو: زه تاسو د دې (خوب) پر تعبیر خبروم، نو تاسو ما (یوسف ته) ولېږئ

﴿يُوسُفُ أَيُّهَا الصِّدِّيقُ أَفْتِنَا فِي سَبْعِ بَقَرَاتٍ سِمَانٍ يَأْكُلُهُنَّ سَبْعٌ عِجَافٌ وَسَبْعِ سُنْبُلَاتٍ خُضْرٍ وَأُخَرَ يَابِسَاتٍ لَعَلِّي أَرْجِعُ إِلَى النَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَعْلَمُونَ﴾

12-46 اى یوسفه! اى ډېره رښتینه! ته مونږ ته تعبیر بیان كړه د اوو څربو غواګانو په باره كې چې اوه خوارې يې خوري او د اوو شنو وږو او نورو (اوو) وچو (وږو) په باره كې، د دې لپاره چې زه خلقو ته واپس لاړشم، د دې لپاره چې هغوى پوه شي

﴿قَالَ تَزْرَعُونَ سَبْعَ سِنِينَ دَأَبًا فَمَا حَصَدْتُمْ فَذَرُوهُ فِي سُنْبُلِهِ إِلَّا قَلِيلًا مِمَّا تَأْكُلُونَ﴾

12-47 هغهٔ وویل: تاسو به اوه كاله پرله پسې په ډېر كوښښ سره كر كيله كوئ، نو څه چې تاسو ورېبئ هغه (غله) په خپلو وږو كې پرېږدئ، خو لږ له هغو نه چې تاسو يې خورئ

﴿ثُمَّ يَأْتِي مِنْ بَعْدِ ذَٰلِكَ سَبْعٌ شِدَادٌ يَأْكُلْنَ مَا قَدَّمْتُمْ لَهُنَّ إِلَّا قَلِيلًا مِمَّا تُحْصِنُونَ﴾

12-48 بیا به له دې (كلونو) نه پس ډېر سخت اوه (كاله) راځي چې هغه (غلې) به وخوري چې تاسو مخكې د دغو (كلونو) لپاره ذخیره كړي دي مګر لږ شان له هغه نه چې تاسو يې ساتئ

﴿ثُمَّ يَأْتِي مِنْ بَعْدِ ذَٰلِكَ عَامٌ فِيهِ يُغَاثُ النَّاسُ وَفِيهِ يَعْصِرُونَ﴾

12-49 بیا به له دې (كلونو) نه پس یو كال راځي چې په هغه كې به (په باران سره) د خلقو فریاد رسي وشي او په ده كې به دوى (مېوې) نچوړي

﴿وَقَالَ الْمَلِكُ ائْتُونِي بِهِ ۖ فَلَمَّا جَاءَهُ الرَّسُولُ قَالَ ارْجِعْ إِلَىٰ رَبِّكَ فَاسْأَلْهُ مَا بَالُ النِّسْوَةِ اللَّاتِي قَطَّعْنَ أَيْدِيَهُنَّ ۚ إِنَّ رَبِّي بِكَيْدِهِنَّ عَلِيمٌ﴾

12-50 او بادشاه وویل: تاسو هغه (یوسف) ما ته راولئ، نو كله چې ده ته استازى راغى، (نو) ده (ورته) وویل: خپل مالك ته بېرته لاړ شه، نو له هغه نه تپوس وكړه چې د هغو ښځو څه حال و چې خپل لاسونه يې پرې كړي وو، بېشكه زما رب د هغوى پر مكر او چل ښه پوه دى

﴿قَالَ مَا خَطْبُكُنَّ إِذْ رَاوَدْتُنَّ يُوسُفَ عَنْ نَفْسِهِ ۚ قُلْنَ حَاشَ لِلَّهِ مَا عَلِمْنَا عَلَيْهِ مِنْ سُوءٍ ۚ قَالَتِ امْرَأَتُ الْعَزِيزِ الْآنَ حَصْحَصَ الْحَقُّ أَنَا رَاوَدْتُهُ عَنْ نَفْسِهِ وَإِنَّهُ لَمِنَ الصَّادِقِينَ﴾

12-51 هغه وویل: ستاسو څه حال (معامله) وه كله چې تاسو له یوسف نه د هغه د نفس غوښتنه كوله؟ هغوى وویل: الله ته پاكي ده، مونږ په هغه كې هېڅ بدي نه وه معلومه كړې، د عزیز ښځې وویل: اوس حقه (او رښتیا) خبره ظاهره شوه، ما له هغه نه مطالبه كړې وه او بېشكه هغه یقینًا له رښتینو څخه دى

﴿ذَٰلِكَ لِيَعْلَمَ أَنِّي لَمْ أَخُنْهُ بِالْغَيْبِ وَأَنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي كَيْدَ الْخَائِنِينَ﴾

12-52 دا د دې لپاره چې هغه (عزیز) پوه شي چې ما پسې شا له هغه سره خیانت نه دى كړى، او دا چې یقینًا الله د خیانتګرو مكر نه برابروي (سر ته يې نه رسوي)

﴿۞ وَمَا أُبَرِّئُ نَفْسِي ۚ إِنَّ النَّفْسَ لَأَمَّارَةٌ بِالسُّوءِ إِلَّا مَا رَحِمَ رَبِّي ۚ إِنَّ رَبِّي غَفُورٌ رَحِيمٌ﴾

12-53 او زه خپل نفس نه بري كوم(پاك ورته نه وايم)، یقینًا نفس خو په بدۍ سره ډېر حكم كوونكى دى، مګر هغه چې زما رب پرې رحم وكړي، یقینًا زما رب ښه، مغفرت كوونكى، بې حده رحم كوونكى دى

﴿وَقَالَ الْمَلِكُ ائْتُونِي بِهِ أَسْتَخْلِصْهُ لِنَفْسِي ۖ فَلَمَّا كَلَّمَهُ قَالَ إِنَّكَ الْيَوْمَ لَدَيْنَا مَكِينٌ أَمِينٌ﴾

12-54 او باچا وویل: هغه ما ته راولئ چې زه يې د خپل ځان لپاره خاص مُصاحب كړم، نو كله چې يې له هغه سره خبرې وكړې، ويې ويل:بېشكه تهٔ همدا له نن ورځې نه زمونږ په نیز د مرتبې خاوند، (او) د اعتبار وړ يې

﴿قَالَ اجْعَلْنِي عَلَىٰ خَزَائِنِ الْأَرْضِ ۖ إِنِّي حَفِيظٌ عَلِيمٌ﴾

12-55 هغه وویل: تهٔ ما د دې ملك پر خزانو باندې مقرر كړه، بېشكه زه ښه ساتونكى، ښه پوه یم

﴿وَكَذَٰلِكَ مَكَّنَّا لِيُوسُفَ فِي الْأَرْضِ يَتَبَوَّأُ مِنْهَا حَيْثُ يَشَاءُ ۚ نُصِيبُ بِرَحْمَتِنَا مَنْ نَشَاءُ ۖ وَلَا نُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ﴾

12-56 او همدارنګه مونږ یوسف ته په ځمكه (د مصر) كې اقتدار وركړ، چې په دې (ملك) كې به يې چېرې چې غوښتل؛ ځاى نیوه (اوسېدلو)، مونږ خپل رحمت كوو پر چا چې مونږ وغواړو او مونږ د نېكي كوونكو اجر نه ضايع كوو

﴿وَلَأَجْرُ الْآخِرَةِ خَيْرٌ لِلَّذِينَ آمَنُوا وَكَانُوا يَتَّقُونَ﴾

12-57 او یقینًا د اخرت اجر د هغو كسانو لپاره ډېر غوره دى چې ایمان يې راوړدى دى او پرهېزګاري يې كوله

﴿وَجَاءَ إِخْوَةُ يُوسُفَ فَدَخَلُوا عَلَيْهِ فَعَرَفَهُمْ وَهُمْ لَهُ مُنْكِرُونَ﴾

12-58 او د یوسف وروڼه (له كِنعانه مصر ته د غلې دانې اخيستلو لپاره) راغلل، نو په ده باندې ورننوتل، نو ده هغوى وپېژندل او هغوى ده لره ناپېژندونكي وو

﴿وَلَمَّا جَهَّزَهُمْ بِجَهَازِهِمْ قَالَ ائْتُونِي بِأَخٍ لَكُمْ مِنْ أَبِيكُمْ ۚ أَلَا تَرَوْنَ أَنِّي أُوفِي الْكَيْلَ وَأَنَا خَيْرُ الْمُنْزِلِينَ﴾

12-59 او كله چې هغهٔ دوى ته د دوى د سفر اسباب تیار كړل، ويې ويل:تاسو ما ته خپل هغه ورور راولئ چې ستاسو له پلاره دى، ایا تاسو نه وینئ چې بېشكه زه پېمانه (دانې) پوره وركوم او زه تر ټولو غوره مېلمه پال یم

﴿فَإِنْ لَمْ تَأْتُونِي بِهِ فَلَا كَيْلَ لَكُمْ عِنْدِي وَلَا تَقْرَبُونِ﴾

12-60 نو كه چېرې تاسو هغه ما ته رانه وسته، بیا نو ستاسو لپاره زما سره هېڅ پېمانه نشته او (بیا) تاسو ما ته مه رانژدې كېږئ

﴿قَالُوا سَنُرَاوِدُ عَنْهُ أَبَاهُ وَإِنَّا لَفَاعِلُونَ﴾

12-61 هغوى وویل: مونږ به د هغهٔ په هكله د هغه له پلاره په كوښښ سره غوښتنه كوو او بېشكه مونږ خامخا (دا كار) كوونكي یو

﴿وَقَالَ لِفِتْيَانِهِ اجْعَلُوا بِضَاعَتَهُمْ فِي رِحَالِهِمْ لَعَلَّهُمْ يَعْرِفُونَهَا إِذَا انْقَلَبُوا إِلَىٰ أَهْلِهِمْ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ﴾

12-62 او هغه خپلو ځلمیو ته وویل: د هغوى پنګه (سرمايه) د هغوى په بارونو كې كېږدئ، د دې لپاره چې دوى هغه وپېژني، كله چې دوى خپل اهل ته واپس لاړ شي، د دې لپاره چې دوى واپس راشي

﴿فَلَمَّا رَجَعُوا إِلَىٰ أَبِيهِمْ قَالُوا يَا أَبَانَا مُنِعَ مِنَّا الْكَيْلُ فَأَرْسِلْ مَعَنَا أَخَانَا نَكْتَلْ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ﴾

12-63 نو كله چې دوى خپل پلار ته بېرته وګرځېدل، ويې ويل:اى زمونږ پلاره! زمونږ نه پېمانه (د بنيامين) منع كړى شوې ده، نو ته زمونږ سره زمونږ ورور ولېږه چې پېمانه راواخلو او بېشكه مونږ خامخا د ده حفاظت كوونكي یو

﴿قَالَ هَلْ آمَنُكُمْ عَلَيْهِ إِلَّا كَمَا أَمِنْتُكُمْ عَلَىٰ أَخِيهِ مِنْ قَبْلُ ۖ فَاللَّهُ خَيْرٌ حَافِظًا ۖ وَهُوَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ﴾

12-64 هغه وویل: ایا زه تاسو د ده باره كې پر تاسو اعتماد وكړم مګر په شان د هغه اعتماد چې ما پر تاسو له دې نه مخكې د ده د ورور باره كې كړى و، نو الله ډېر غوره ساتونكى دى او هغه تر ټولو زیات رحم كوونكى دى

﴿وَلَمَّا فَتَحُوا مَتَاعَهُمْ وَجَدُوا بِضَاعَتَهُمْ رُدَّتْ إِلَيْهِمْ ۖ قَالُوا يَا أَبَانَا مَا نَبْغِي ۖ هَٰذِهِ بِضَاعَتُنَا رُدَّتْ إِلَيْنَا ۖ وَنَمِيرُ أَهْلَنَا وَنَحْفَظُ أَخَانَا وَنَزْدَادُ كَيْلَ بَعِيرٍ ۖ ذَٰلِكَ كَيْلٌ يَسِيرٌ﴾

12-65 او كله چې دوى خپل سامان پرانسته، دوى خپله پنګه وموندله چې دوى ته بېرته واپس كړى شوې ده، دوى وویل: اى زمونږ پلاره! مونږ (نور) څه غواړو؟، دا زمونږ پنګه ده چې مونږ ته بېرته واپس كړى شوې ده، او مونږ به د خپل اهل لپاره غله راوړو او خپل ورور به ساتو او د یو اوښ بار به زیات راوړو، دغه (وركړه د بادشاه لپاره يا دغه اضافي پېمانه) ډېره اسانه پېمانه ده

﴿قَالَ لَنْ أُرْسِلَهُ مَعَكُمْ حَتَّىٰ تُؤْتُونِ مَوْثِقًا مِنَ اللَّهِ لَتَأْتُنَّنِي بِهِ إِلَّا أَنْ يُحَاطَ بِكُمْ ۖ فَلَمَّا آتَوْهُ مَوْثِقَهُمْ قَالَ اللَّهُ عَلَىٰ مَا نَقُولُ وَكِيلٌ﴾

12-66 هغه وویل: هیڅكله به هم زه له تاسو سره هغه ونه لېږم تر هغه پورې چې تاسو ما ته د الله پخه وعده راكړئ چې تاسو به هغه خامخا لازمًا ما ته بېرته راولئ، مګر دا چې تاسو له هر جانب نه ګېر كړى شئ، نو كله چې هغوى ده ته خپله پخه وعده وركړه، هغه وویل: الله وكیل (او شاهد) دى پر هغه څه چې مونږ يې وایو

﴿وَقَالَ يَا بَنِيَّ لَا تَدْخُلُوا مِنْ بَابٍ وَاحِدٍ وَادْخُلُوا مِنْ أَبْوَابٍ مُتَفَرِّقَةٍ ۖ وَمَا أُغْنِي عَنْكُمْ مِنَ اللَّهِ مِنْ شَيْءٍ ۖ إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ ۖ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ ۖ وَعَلَيْهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُتَوَكِّلُونَ﴾

12-67 او هغه وویل: اى زما زامنو! تاسو (ټول) له یوې دروازې نه مه ورننوځئ او له بېلو بېلو دروازو نه ورننوځئ او زه له تاسو نه د الله (له فیصلې) نه هېڅ شى نشم لرې كولى، حكم نشته مګر خاص الله لره دى، خاص په هغه باندې ما توكل كړى دى اولازم دي چې توكل كوونكي يواځې په هغه باندې توكل وكړي

﴿وَلَمَّا دَخَلُوا مِنْ حَيْثُ أَمَرَهُمْ أَبُوهُمْ مَا كَانَ يُغْنِي عَنْهُمْ مِنَ اللَّهِ مِنْ شَيْءٍ إِلَّا حَاجَةً فِي نَفْسِ يَعْقُوبَ قَضَاهَا ۚ وَإِنَّهُ لَذُو عِلْمٍ لِمَا عَلَّمْنَاهُ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ﴾

12-68 او كله چې دوى ننوتل له هغه ځایه چې دوى ته يې خپل پلار حكم كړى و، هغهٔ له دوى نه د الله (له فيصلې) نه هېڅ شى نشو لرې كولى، مګر دا د یعقوب په زړه كې یو حاجت و چې هغه يې ادا كړ، او بېشكه هغه یقینًا د علم خاوند و، په سبب د دې چې مونږ هغه ته تعلیم وركړى و او لېكن د خلقو اكثریت نه پوهېږي

﴿وَلَمَّا دَخَلُوا عَلَىٰ يُوسُفَ آوَىٰ إِلَيْهِ أَخَاهُ ۖ قَالَ إِنِّي أَنَا أَخُوكَ فَلَا تَبْتَئِسْ بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ﴾

12-69 او كله چې دوى په یوسف باندې ورننوتل، (نو) هغه خپل ورور خپل ځان ته رانژدې كړ، ويې ويل:بېشكه زه چې یم، هم دا زه ستا ورور یم، نو ته پر هغو كارونو مه خفه كېږه چې دوى به كول

﴿فَلَمَّا جَهَّزَهُمْ بِجَهَازِهِمْ جَعَلَ السِّقَايَةَ فِي رَحْلِ أَخِيهِ ثُمَّ أَذَّنَ مُؤَذِّنٌ أَيَّتُهَا الْعِيرُ إِنَّكُمْ لَسَارِقُونَ﴾

12-70 نو كله چې هغه، دوى ته د دوى سامانونه تیار كړل (، نو) د څښلو جام يې د خپل ورور په بار كې كېښود، بیا غږ كوونكي غږ وكړ! اى قافلې! بېشكه تاسو يقينًا غله یئ

﴿قَالُوا وَأَقْبَلُوا عَلَيْهِمْ مَاذَا تَفْقِدُونَ﴾

12-71 هغوى وویل او دوى ته يې مخ راواړوه: تاسو څه شى ورك كړى دى؟

﴿قَالُوا نَفْقِدُ صُوَاعَ الْمَلِكِ وَلِمَنْ جَاءَ بِهِ حِمْلُ بَعِيرٍ وَأَنَا بِهِ زَعِيمٌ﴾

12-72 هغوى وویل: مونږ د بادشاه پېمانه وركه كړې ده، او د هغه چا لپاره چې دغه راوړي، د یو اوښ بار دى، او زه د دې ضامن یم

﴿قَالُوا تَاللَّهِ لَقَدْ عَلِمْتُمْ مَا جِئْنَا لِنُفْسِدَ فِي الْأَرْضِ وَمَا كُنَّا سَارِقِينَ﴾

12-73 هغوى وویل: قسم پر الله، یقینًا یقینًا تاسو پوه شوي یئ چې مونږ د دې لپاره نه یو راغلي چې په دې ځمكه كې فساد وكړو، او مونږ خو كله هم غله نه یو تېر شوي

﴿قَالُوا فَمَا جَزَاؤُهُ إِنْ كُنْتُمْ كَاذِبِينَ﴾

12-74 هغوى وویل: نو د هغه جزا به څه وي كه تاسو دروغجن وئ؟

﴿قَالُوا جَزَاؤُهُ مَنْ وُجِدَ فِي رَحْلِهِ فَهُوَ جَزَاؤُهُ ۚ كَذَٰلِكَ نَجْزِي الظَّالِمِينَ﴾

12-75 دوى وویل: د هغهٔ جزا هغه كس دى د چا په بار كې چې دغه وموندل شي، نو هم دغه كس د هغه جزا دى (هغه به په كې نيولى شي)، همدارنګه مونږ ظالمانو ته جزا وركوو

﴿فَبَدَأَ بِأَوْعِيَتِهِمْ قَبْلَ وِعَاءِ أَخِيهِ ثُمَّ اسْتَخْرَجَهَا مِنْ وِعَاءِ أَخِيهِ ۚ كَذَٰلِكَ كِدْنَا لِيُوسُفَ ۖ مَا كَانَ لِيَأْخُذَ أَخَاهُ فِي دِينِ الْمَلِكِ إِلَّا أَنْ يَشَاءَ اللَّهُ ۚ نَرْفَعُ دَرَجَاتٍ مَنْ نَشَاءُ ۗ وَفَوْقَ كُلِّ ذِي عِلْمٍ عَلِيمٌ﴾

12-76 نو د خپل ورور له بار نه مخكې يې د هغوى پر بارونو شروع وكړه، بیا يې دغه پېمانه د خپل ورور له بار نه راوښكله، همدارنګه مونږ د یوسف لپاره تدبیر وكړ، هغه (یوسف د دې حقدار) نه و چې د بادشاه په قانون كې خپل ورور راونیسي (او بندي يې كړي)، مګر دا چې الله وغواړي، چا ته چې مونږ وغواړو په درجو كې يې اوچتوو او د هر علم والا له پاسه لوى عالم دى

﴿۞ قَالُوا إِنْ يَسْرِقْ فَقَدْ سَرَقَ أَخٌ لَهُ مِنْ قَبْلُ ۚ فَأَسَرَّهَا يُوسُفُ فِي نَفْسِهِ وَلَمْ يُبْدِهَا لَهُمْ ۚ قَالَ أَنْتُمْ شَرٌّ مَكَانًا ۖ وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا تَصِفُونَ﴾

12-77 هغوى وویل: كه دا غلا كوي، نو (د حرانتيا خبره نه ده) یقینًا له ده نه مخكې د ده ورور (يوسف) هم غلا كړې ده، نو یوسف دا په خپل نفس كې پټه وساتله او دايې دوى ته ښكاره نه كړه، ويې ويل: ستاسو حال ډېر بد دى، او الله ښه عالم دى پر هغې خبره چې تاسو يې بیانوئ

﴿قَالُوا يَا أَيُّهَا الْعَزِيزُ إِنَّ لَهُ أَبًا شَيْخًا كَبِيرًا فَخُذْ أَحَدَنَا مَكَانَهُ ۖ إِنَّا نَرَاكَ مِنَ الْمُحْسِنِينَ﴾

12-78 دوى وویل: اى عزیزه! بېشكه د ده ډېر زوړ عمرخوړلى پلار دى، نو ته د ده پر ځاى په مونږ كې یو تن ونیسه، بېشكه مونږ تا له احسان كوونكو ځنې وینو

﴿قَالَ مَعَاذَ اللَّهِ أَنْ نَأْخُذَ إِلَّا مَنْ وَجَدْنَا مَتَاعَنَا عِنْدَهُ إِنَّا إِذًا لَظَالِمُونَ﴾

12-79 هغه وویل: د الله پناه غواړو (له دې خبرې نه) چې مونږ له هغه كس نه غير څوك ونيسو چې مونږ له هغه سره خپل سامان موندلى دى، بېشكه مونږ به په دغه وخت كې خامخا ظالمان یو

﴿فَلَمَّا اسْتَيْأَسُوا مِنْهُ خَلَصُوا نَجِيًّا ۖ قَالَ كَبِيرُهُمْ أَلَمْ تَعْلَمُوا أَنَّ أَبَاكُمْ قَدْ أَخَذَ عَلَيْكُمْ مَوْثِقًا مِنَ اللَّهِ وَمِنْ قَبْلُ مَا فَرَّطْتُمْ فِي يُوسُفَ ۖ فَلَنْ أَبْرَحَ الْأَرْضَ حَتَّىٰ يَأْذَنَ لِي أَبِي أَوْ يَحْكُمَ اللَّهُ لِي ۖ وَهُوَ خَيْرُ الْحَاكِمِينَ﴾

12-80 نو كله چې دوى له هغه (يوسف) نه نا امېده شول (، نو یوې خوا ته) بېل شول، په دې حال كې چې مشوره كوونكي وو، د دوى مشر وویل: ایا تاسو پر دې پوه نه یئ چې یقینًا ستاسو پلار له تاسو نه د الله پخه وعده اخيستې ده او له دې نه مخكې چې تاسو د یوسف په باره كې څه تقصیر كړى دى، نو زه خو به هیڅكله هم له دې ځمكې ونه خوځم تر هغه پورې چې ما ته زما پلار اجازت راكړي، یا الله زما لپاره فیصله وكړي او هغه تر ټولو غوره فیصله كوونكى دى

﴿ارْجِعُوا إِلَىٰ أَبِيكُمْ فَقُولُوا يَا أَبَانَا إِنَّ ابْنَكَ سَرَقَ وَمَا شَهِدْنَا إِلَّا بِمَا عَلِمْنَا وَمَا كُنَّا لِلْغَيْبِ حَافِظِينَ﴾

12-81 تاسو خپل پلار ته بېرته لاړ شئ، نو (ورته) ووایئ، اى زمونږ پلاره! بېشكه ستا زوى غلا كړې ده (ځكه نو هغه ونيول شو) او مونږ يواځې هغه څه بيانوو چې مونږ ته يې علم شوى دى او مونږ د غيبو ساتونكي (نګهبانان) خو نه وو

﴿وَاسْأَلِ الْقَرْيَةَ الَّتِي كُنَّا فِيهَا وَالْعِيرَ الَّتِي أَقْبَلْنَا فِيهَا ۖ وَإِنَّا لَصَادِقُونَ﴾

12-82 او ته له هغه كلي (والو) نه تپوس وكړه، چې مونږ په كې وو او له هغې قافلې نه (هم) چې مونږ په هغې كې راغلو او بېشكه مونږ لازمًا رښتیا ویونكي یو

﴿قَالَ بَلْ سَوَّلَتْ لَكُمْ أَنْفُسُكُمْ أَمْرًا ۖ فَصَبْرٌ جَمِيلٌ ۖ عَسَى اللَّهُ أَنْ يَأْتِيَنِي بِهِمْ جَمِيعًا ۚ إِنَّهُ هُوَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ﴾

12-83 هغه وویل: بلكې تاسو لپاره ستاسو نفسونو یو كار ښايسته كړى دى، نو (زما كار) صبر جمیل دى، امېد دى چې الله به ما ته هغوى ټول راولي، بېشكه هغه، هم هغه ښه پوه، ښه حكمت والا دى

﴿وَتَوَلَّىٰ عَنْهُمْ وَقَالَ يَا أَسَفَىٰ عَلَىٰ يُوسُفَ وَابْيَضَّتْ عَيْنَاهُ مِنَ الْحُزْنِ فَهُوَ كَظِيمٌ﴾

12-84 او له هغوى نه يې مخ وګرځاوه او ويې ويل: اى زما غمه په (جدايۍ د) یوسف باندې! او د هغه دواړه سترګې له غمه تكې سپینې شوې، نو هغه (له غمه) ډك و

﴿قَالُوا تَاللَّهِ تَفْتَأُ تَذْكُرُ يُوسُفَ حَتَّىٰ تَكُونَ حَرَضًا أَوْ تَكُونَ مِنَ الْهَالِكِينَ﴾

12-85 هغوى وویل: پر الله قسم دى چې ته به همېشه یوسف یادوې، تر هغه پورې چې ته په وېلې كېدو سره مرګ ته قریب شې یا ته له هلاكېدونكو نه شې

﴿قَالَ إِنَّمَا أَشْكُو بَثِّي وَحُزْنِي إِلَى اللَّهِ وَأَعْلَمُ مِنَ اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ﴾

12-86 هغه وویل: بېشكه همدا خبره ده چې زه د خپلې پرېشانۍ او غم فرياد الله ته كوم، او زه د الله له جانبه پر هغه څه پوهېږم چې تاسو پرې نه پوهېږئ

﴿يَا بَنِيَّ اذْهَبُوا فَتَحَسَّسُوا مِنْ يُوسُفَ وَأَخِيهِ وَلَا تَيْأَسُوا مِنْ رَوْحِ اللَّهِ ۖ إِنَّهُ لَا يَيْأَسُ مِنْ رَوْحِ اللَّهِ إِلَّا الْقَوْمُ الْكَافِرُونَ﴾

12-87 اى زما زامنو! تاسو لاړ شئ، نو د یوسف او د هغه د ورور لټون وكړئ او د الله له رحمت نه مه نا امېده كېږئ، بېشكه حقيقت دا دى چې د الله له رحمت نه كافر خو يواځې نا امېده كېږي

﴿فَلَمَّا دَخَلُوا عَلَيْهِ قَالُوا يَا أَيُّهَا الْعَزِيزُ مَسَّنَا وَأَهْلَنَا الضُّرُّ وَجِئْنَا بِبِضَاعَةٍ مُزْجَاةٍ فَأَوْفِ لَنَا الْكَيْلَ وَتَصَدَّقْ عَلَيْنَا ۖ إِنَّ اللَّهَ يَجْزِي الْمُتَصَدِّقِينَ﴾

12-88 نو كله چې دوى پر هغه ورننوتل، دوى وویل: اى عزیزه! مونږ ته او زمونږ كورنۍ ته سختي رسېدلې ده او مونږ ناقصه (كمه) پنګه راوړې ده، نو ته مونږ ته پوره پېمانه راكړه او پر مونږ صدقه وكړه، بېشكه الله خیرات كوونكو ته بدله وركوي

﴿قَالَ هَلْ عَلِمْتُمْ مَا فَعَلْتُمْ بِيُوسُفَ وَأَخِيهِ إِذْ أَنْتُمْ جَاهِلُونَ﴾

12-89 ويې ويل: ایا تاسو پر هغه فعل عالمان یئ چې تاسو له یوسف او د هغه له ورور سره كړى و، كله چې تاسو ناپوهان وئ؟

﴿قَالُوا أَإِنَّكَ لَأَنْتَ يُوسُفُ ۖ قَالَ أَنَا يُوسُفُ وَهَٰذَا أَخِي ۖ قَدْ مَنَّ اللَّهُ عَلَيْنَا ۖ إِنَّهُ مَنْ يَتَّقِ وَيَصْبِرْ فَإِنَّ اللَّهَ لَا يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ﴾

12-90 ويې وویل: ایا یقینًا (او) واقعًا همدا ته یوسف يې؟ هغه وویل: هم زه یوسف یم او دغه مې سكه ورور دى، یقینًا الله پر مونږ احسان وكړ، بېشكه حقيقت دا دى چې څوك تقوىٰ اختیار كړي او صبر وكړي، نو بېشكه الله د نېكي كوونكو اجر نه ضايع كوي

﴿قَالُوا تَاللَّهِ لَقَدْ آثَرَكَ اللَّهُ عَلَيْنَا وَإِنْ كُنَّا لَخَاطِئِينَ﴾

12-91 هغوى وویل: قسم پر الله چې یقینًا په رښتیا سره الله ته پر مونږ باندې غوره كړى يې او بېشكه مونږ خامخا خطا كار وو

﴿قَالَ لَا تَثْرِيبَ عَلَيْكُمُ الْيَوْمَ ۖ يَغْفِرُ اللَّهُ لَكُمْ ۖ وَهُوَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ﴾

12-92 هغه وویل: نن ورځ پر تاسو باندې هېڅ ملامتي نشته، الله دې تاسو وبخښي او هغه تر ټولو زیات رحم كوونكى دى

﴿اذْهَبُوا بِقَمِيصِي هَٰذَا فَأَلْقُوهُ عَلَىٰ وَجْهِ أَبِي يَأْتِ بَصِيرًا وَأْتُونِي بِأَهْلِكُمْ أَجْمَعِينَ﴾

12-93 تاسو زما دا كمیس یوسئ، نو دا زما د پلار پر مخ واچوئ، هغه به بېرته بینا شي او تاسو، سره له خپل اهله ټول ما ته راشئ

﴿وَلَمَّا فَصَلَتِ الْعِيرُ قَالَ أَبُوهُمْ إِنِّي لَأَجِدُ رِيحَ يُوسُفَ ۖ لَوْلَا أَنْ تُفَنِّدُونِ﴾

12-94 او كله چې قافله (د مصر له حدودو) ووتله، د هغوى پلار وویل: بېشكه زه چې یم يقينًا د یوسف خوشبويي محسوسوم كه چېرې تاسو ما ته د بوډاوالي د كم عقلۍ نسبت ونه كړئ (نو زما تصدیق به وكړئ)

﴿قَالُوا تَاللَّهِ إِنَّكَ لَفِي ضَلَالِكَ الْقَدِيمِ﴾

12-95 (ده ته حاضرینو) وویل: بېشكه ته چې يې، خامخا په خپلې پخوانۍ خطا كې پروت يې

﴿فَلَمَّا أَنْ جَاءَ الْبَشِيرُ أَلْقَاهُ عَلَىٰ وَجْهِهِ فَارْتَدَّ بَصِيرًا ۖ قَالَ أَلَمْ أَقُلْ لَكُمْ إِنِّي أَعْلَمُ مِنَ اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ﴾

12-96 نو هغه وخت چې زېرى كوونكى څنګه راغى، نو د ده پر مخ يې هغه (كمیس) واچوه، نو دى بینا وګرځېده، هغه (یعقوب) وویل: ایا ما تاسو ته نه وو ویلي؟ بېشكه زه ( د الله په ښودنې سره) پر هغه څه پوهېږم چې تاسو پرې نه پوهېږئ

﴿قَالُوا يَا أَبَانَا اسْتَغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا إِنَّا كُنَّا خَاطِئِينَ﴾

12-97 هغوى وویل: اى زمونږ پلاره! زمونږ لپاره (له الله نه) زمونږ د ګناهونو بخښنه وغواړه، بېشكه مونږ خطا كار وو

﴿قَالَ سَوْفَ أَسْتَغْفِرُ لَكُمْ رَبِّي ۖ إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ﴾

12-98 هغه وویل: عنقریب به زه تاسو لپاره له خپل رب نه بخښنه وغواړم، بېشكه هغه، هم هغه، ښه بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى

﴿فَلَمَّا دَخَلُوا عَلَىٰ يُوسُفَ آوَىٰ إِلَيْهِ أَبَوَيْهِ وَقَالَ ادْخُلُوا مِصْرَ إِنْ شَاءَ اللَّهُ آمِنِينَ﴾

12-99 نو كله چې دوى پر یوسف ورننوتل، نو خپل مور و پلار يې خپل ځان ته رانژدې كړل او ويې ويل: تاسو مصر ته داخل شئ، په داسې حال كې چې په امن كې به يئ كه الله وغواړي

﴿وَرَفَعَ أَبَوَيْهِ عَلَى الْعَرْشِ وَخَرُّوا لَهُ سُجَّدًا ۖ وَقَالَ يَا أَبَتِ هَٰذَا تَأْوِيلُ رُؤْيَايَ مِنْ قَبْلُ قَدْ جَعَلَهَا رَبِّي حَقًّا ۖ وَقَدْ أَحْسَنَ بِي إِذْ أَخْرَجَنِي مِنَ السِّجْنِ وَجَاءَ بِكُمْ مِنَ الْبَدْوِ مِنْ بَعْدِ أَنْ نَزَغَ الشَّيْطَانُ بَيْنِي وَبَيْنَ إِخْوَتِي ۚ إِنَّ رَبِّي لَطِيفٌ لِمَا يَشَاءُ ۚ إِنَّهُ هُوَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ﴾

12-100 او خپل مور و پلار يې (له ځان سره) په تخت باندې پورته كړل، او دوى (ټول) ده ته پرېوتل سجده كوونكي او ده وویل: اى زما پلار جانه! دا زما د هغه خوب تعبیر دى چې مخكې مالېدلى و، یقینًا هغه زما رب رښتیا وګرځاوه، او یقینًا هغه پر ما احسان وكړ كله چې يې زه له جېل نه راووېستم او تاسو يې له میرې (صحرا) نه راوستئ، وروسته له دې چې شیطان زما او زما د وروڼو په مینځ كې جګړه غورځولې وه، بېشكه زما رب باریك تدبیر والا دى، د هغه (شي) لپاره چې اراده يې وكړي، بېشكه هغه، هم هغه، ښه عالم، ښه حكمت والا دى

﴿۞ رَبِّ قَدْ آتَيْتَنِي مِنَ الْمُلْكِ وَعَلَّمْتَنِي مِنْ تَأْوِيلِ الْأَحَادِيثِ ۚ فَاطِرَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ أَنْتَ وَلِيِّي فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ ۖ تَوَفَّنِي مُسْلِمًا وَأَلْحِقْنِي بِالصَّالِحِينَ﴾

12-101 اى زما ربه! یقینًا تا ما ته (د) څه (علاقې) بادشاهي راكړې ده، او تا ما ته د خوبونو د تعبیر علم راكړى دى، اى د اسمانونو او ځمكې پېدا كوونكیه! په دنیا او اخرت كې هم ته زما كارساز يې، ته ما ته وفات راكړه، په داسې حال كې چې مسلمان یم او ته ما له نېكانو صالحانو سره یو ځاى كړه

﴿ذَٰلِكَ مِنْ أَنْبَاءِ الْغَيْبِ نُوحِيهِ إِلَيْكَ ۖ وَمَا كُنْتَ لَدَيْهِمْ إِذْ أَجْمَعُوا أَمْرَهُمْ وَهُمْ يَمْكُرُونَ﴾

12-102 دا د غیب له خبرونو ځنې دي چې هغه مونږ تا ته وحي كوو او ته له هغوى سره نه وې كله چې هغوى د خپل كار پخه اراده وكړه، په داسې حال كې چې دوى مكر (او فرېب) كاوه

﴿وَمَا أَكْثَرُ النَّاسِ وَلَوْ حَرَصْتَ بِمُؤْمِنِينَ﴾

12-103 او زیاتره خلق، اګر كه ته (د دوى پر ایمان راوړلو) حرص وكړې (بیا هم) هېڅكله ایمان راوړونكي نه دي

﴿وَمَا تَسْأَلُهُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ ۚ إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرٌ لِلْعَالَمِينَ﴾

12-104 او ته له دوى نه په دې (تبلیغ د قرآن) باندې هېڅ اجر نه غواړې، نه دى دا مګر د ټولو خلقو لپاره (د الله له جانبه) نصیحت

﴿وَكَأَيِّنْ مِنْ آيَةٍ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ يَمُرُّونَ عَلَيْهَا وَهُمْ عَنْهَا مُعْرِضُونَ﴾

12-105 او څومره ډېر دلیلونه دي په اسمانونو او ځمكه كې، چې دوى پرې تېرېږي، په داسې حال كې چې دوى له هغو نه مخ اړوونكي وي

﴿وَمَا يُؤْمِنُ أَكْثَرُهُمْ بِاللَّهِ إِلَّا وَهُمْ مُشْرِكُونَ﴾

12-106 او د دوى زیاتره پر الله ایمان نه لري، مګر په داسې حال كې چې دوى شرك كوونكي وي

﴿أَفَأَمِنُوا أَنْ تَأْتِيَهُمْ غَاشِيَةٌ مِنْ عَذَابِ اللَّهِ أَوْ تَأْتِيَهُمُ السَّاعَةُ بَغْتَةً وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ﴾

12-107 ایا نو دوى په امن كې شوي دي له دې نه چې په دوى باندې د الله له عذاب نه پټوونكې (راګېروونكې) برخه راشي، یا په دوى باندې ناڅاپه قیامت راشي، په داسې حال كې چې دوى به نه پوهېږي

﴿قُلْ هَٰذِهِ سَبِيلِي أَدْعُو إِلَى اللَّهِ ۚ عَلَىٰ بَصِيرَةٍ أَنَا وَمَنِ اتَّبَعَنِي ۖ وَسُبْحَانَ اللَّهِ وَمَا أَنَا مِنَ الْمُشْرِكِينَ﴾

12-108 ته ووایه: دا زما لاره ده، د الله په طرف بلنه كوم، په ښه بیان او بصیرت سره، زه او هغه څوك چې زما پیروي كوي، او الله پاك دى، او زه له شرك كوونكو ځنې نه یم

﴿وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ إِلَّا رِجَالًا نُوحِي إِلَيْهِمْ مِنْ أَهْلِ الْقُرَىٰ ۗ أَفَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَيَنْظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ ۗ وَلَدَارُ الْآخِرَةِ خَيْرٌ لِلَّذِينَ اتَّقَوْا ۗ أَفَلَا تَعْقِلُونَ﴾

12-109 او مونږ له تا نه مخكې (د رسولانو په طور) نه دي لېږلي مګر سړي چې مونږ به هغوى ته وحي كوله، چې د كلیو (ښارونو) اوسېدونكي وو، ایا نو دوى په ځمكه كې نه دي ګرځېدلي، پس چې لیدلي يې وى چې د هغو (مجرمو) كسانو انجام څنګه و چې له دوى نه مخكې وو، او یقینًا د اخرت كور د هغو كسانو لپاره ډېر غوره دى چې (له شرك او كفر نه) ځان ساتي، ایا نو تاسو له عقل نه كار نه اخلئ؟

﴿حَتَّىٰ إِذَا اسْتَيْأَسَ الرُّسُلُ وَظَنُّوا أَنَّهُمْ قَدْ كُذِبُوا جَاءَهُمْ نَصْرُنَا فَنُجِّيَ مَنْ نَشَاءُ ۖ وَلَا يُرَدُّ بَأْسُنَا عَنِ الْقَوْمِ الْمُجْرِمِينَ﴾

12-110 تر هغه پورې چې رسولان به (د خلكو له ايمان راوړو نه) نا امېده شول او هغو (كافرو خلقو) به دا یقین وكړ چې بېشكه دغو (رسولان) چې دي، یقینًا دوى ته دروغ ویل شوي دي (،نو) دوى (رسولانو) ته به زمونږ مدد راغى، بیا به هغه چا ته نجات وركړى شو چې مونږ به غوښتل او زمونږ عذاب له مجرمو (كافرو) خلقو نه نشي دفع كېدلى

﴿لَقَدْ كَانَ فِي قَصَصِهِمْ عِبْرَةٌ لِأُولِي الْأَلْبَابِ ۗ مَا كَانَ حَدِيثًا يُفْتَرَىٰ وَلَٰكِنْ تَصْدِيقَ الَّذِي بَيْنَ يَدَيْهِ وَتَفْصِيلَ كُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ﴾

12-111 یقینًا یقینًا د دوى (د قصې) په بیان كې د خالصو عقلونو والاوو لپاره ښه عبرت دى، دغه (قرآن) داسې خبره بېخي نه ده چې له ځانه په دروغو جوړه كړى شوې وي او لېكن (دغه قرآن) د هغو (كتابونو) تصدیق دى چې له ده نه مخكې وو او د هر شي تفصیل (بیان) دى او هدایت او رحمت دى د هغه قوم لپاره چې (پر الله او د هغه پر رسول) ایمان لري

الترجمات والتفاسير لهذه السورة: