طه

تفسير سورة طه

الترجمة البشتوية

پښتو

الترجمة البشتوية

ترجمة معاني القرآن الكريم باللغة البشتو ترجمها زكريا عبدالسلام، وراجعها مفتي عبدالولي خان عام الطبعة 1423هـ.

﴿بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ طه﴾

20-1 طا، ها

﴿مَا أَنْزَلْنَا عَلَيْكَ الْقُرْآنَ لِتَشْقَىٰ﴾

20-2 مونږ قرآن په تا باندې د دې لپاره نه دى نازل كړى چې ته په سختۍ او مشقت كې پرېوځې

﴿إِلَّا تَذْكِرَةً لِمَنْ يَخْشَىٰ﴾

20-3 مګر (نازل كړى دى مونږ) نصیحت د هغه چا لپاره چې وېرېږي

﴿تَنْزِيلًا مِمَّنْ خَلَقَ الْأَرْضَ وَالسَّمَاوَاتِ الْعُلَى﴾

20-4 (نازل كړى شوى دى) په نازلېدلو سره د هغه (الله) له جانبه چې ځمكه او ډېر اوچت اسمانونه يې پیدا كړي دي

﴿الرَّحْمَٰنُ عَلَى الْعَرْشِ اسْتَوَىٰ﴾

20-5 رحمٰن په عرش باندې برقراره شو

﴿لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا وَمَا تَحْتَ الثَّرَىٰ﴾

20-6 خاص د ده لپاره دي هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هغه څه چې په ځمكه كې دي او هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي او هغه څه چې د لوندې ځمكې نه لاندې دي

﴿وَإِنْ تَجْهَرْ بِالْقَوْلِ فَإِنَّهُ يَعْلَمُ السِّرَّ وَأَخْفَى﴾

20-7 او كه ته خبره په جهر سره كوې، نو یقینًا هغه په پټه خبره او په ډېره پټه خبره هم پوهېږي

﴿اللَّهُ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ لَهُ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَىٰ﴾

20-8 الله (چې دى) نشته دى هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، خاص د ده لپاره تر ټولو ښكلي نومونه دي

﴿وَهَلْ أَتَاكَ حَدِيثُ مُوسَىٰ﴾

20-9 او ایا تا ته د موسٰی قصه (خبره) راغلې ده

﴿إِذْ رَأَىٰ نَارًا فَقَالَ لِأَهْلِهِ امْكُثُوا إِنِّي آنَسْتُ نَارًا لَعَلِّي آتِيكُمْ مِنْهَا بِقَبَسٍ أَوْ أَجِدُ عَلَى النَّارِ هُدًى﴾

20-10 كله چې ده اور ولیده، نو خپل اهل ته يې وویل: تاسو ایسار شئ، بېشكه ما اور ولیده، كېدى شي چې زه له هغه نه تاسو ته لګولې (بله) لمبه راوړم، یا به په اور باندې څه لار ښوونه (لار ښود) ومومم

﴿فَلَمَّا أَتَاهَا نُودِيَ يَا مُوسَىٰ﴾

20-11 نو كله چې دى دغه (اور) ته راغى، ده ته اواز وكړى شو چې اى موسٰی!

﴿إِنِّي أَنَا رَبُّكَ فَاخْلَعْ نَعْلَيْكَ ۖ إِنَّكَ بِالْوَادِ الْمُقَدَّسِ طُوًى﴾

20-12 بېشكه زه چې یم، زه ستا رب یم، نو ته خپلې پڼې وباسه، بېشكه ته په مقدسه (سپېڅلې) وادۍ (دره) طُوٰی كې يې

﴿وَأَنَا اخْتَرْتُكَ فَاسْتَمِعْ لِمَا يُوحَىٰ﴾

20-13 او ته ما غوره كړى يې، نو ته هغه څه ته ښه غوږ شه چې وحي كولى شي

﴿إِنَّنِي أَنَا اللَّهُ لَا إِلَٰهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدْنِي وَأَقِمِ الصَّلَاةَ لِذِكْرِي﴾

20-14 بېشكه زه چې یم، زه الله یم، نشته دى هېڅ لايق د عبادت مګر همدا زه یم، نو ته زما عبادت كوه، او زما د یادولو لپاره لمونځ قايموه

﴿إِنَّ السَّاعَةَ آتِيَةٌ أَكَادُ أُخْفِيهَا لِتُجْزَىٰ كُلُّ نَفْسٍ بِمَا تَسْعَىٰ﴾

20-15 بېشكه قیامت راتلونكى دى، زه غواړم چې دغه (قیامت) پټ وساتم، د دې لپاره چې هر نفس ته د هغو عملونو په سبب بدله وركړى شي چې دى يې كوي

﴿فَلَا يَصُدَّنَّكَ عَنْهَا مَنْ لَا يُؤْمِنُ بِهَا وَاتَّبَعَ هَوَاهُ فَتَرْدَىٰ﴾

20-16 نو تا دې هیڅكله بند نه كړې له دغه (قیامت) نه هغه څوك چې په ده ایمان نه راوړي او هغه د خپل خواهش پیروي كوي (،ګنې) نو ته به هلاك شې

﴿وَمَا تِلْكَ بِيَمِينِكَ يَا مُوسَىٰ﴾

20-17 او اى موسٰی! ستا په ښي لاس كې څه شى دى؟

﴿قَالَ هِيَ عَصَايَ أَتَوَكَّأُ عَلَيْهَا وَأَهُشُّ بِهَا عَلَىٰ غَنَمِي وَلِيَ فِيهَا مَآرِبُ أُخْرَىٰ﴾

20-18 ده وویل: دا زما امسا ده په دې زه تكیه لګوم، او په دې سره زه خپلو ګډو (بيزو) ته پاڼې څنډوهم، او زما لپاره په دې كې نور حاجتونه (او فايدې) هم دي

﴿قَالَ أَلْقِهَا يَا مُوسَىٰ﴾

20-19 (الله) وویل: اى موسٰی! ته دا وغورځوه

﴿فَأَلْقَاهَا فَإِذَا هِيَ حَيَّةٌ تَسْعَىٰ﴾

20-20 نو ده دغه وغورځوله، نو ناڅاپه دغه (امسا) مار شو، منډې يې وهلې

﴿قَالَ خُذْهَا وَلَا تَخَفْ ۖ سَنُعِيدُهَا سِيرَتَهَا الْأُولَىٰ﴾

20-21 (الله) وویل: ته دا راونیسه، او ته مه وېرېږه، ژر به مونږ دا خپل ړومبني شكل ته راوګرځوو

﴿وَاضْمُمْ يَدَكَ إِلَىٰ جَنَاحِكَ تَخْرُجْ بَيْضَاءَ مِنْ غَيْرِ سُوءٍ آيَةً أُخْرَىٰ﴾

20-22 او ته خپل لاس خپل تخرګ ته پیوست كړه، دا به راووځي، چې تك سپین به وي، بې له عیب (او بیمارۍ ) نه، په داسې حال كې چې دا بله نښه (او معجزه) ده

﴿لِنُرِيَكَ مِنْ آيَاتِنَا الْكُبْرَى﴾

20-23 د دې لپاره چې مونږ تا ته د خپلو ترټولو لویو نښو ځنې (څه) وښیو

﴿اذْهَبْ إِلَىٰ فِرْعَوْنَ إِنَّهُ طَغَىٰ﴾

20-24 ته فرعون ته لاړ شه، بېشكه ده سركشي شروع كړې ده

﴿قَالَ رَبِّ اشْرَحْ لِي صَدْرِي﴾

20-25 ده وویل: اى زما ربه! ته ما لره زما سینه (خلاصه) پرانیځه

﴿وَيَسِّرْ لِي أَمْرِي﴾

20-26 او ما ته زما كار اسان كړه

﴿وَاحْلُلْ عُقْدَةً مِنْ لِسَانِي﴾

20-27 او زما له ژبې نه غوټه پرانیځه

﴿يَفْقَهُوا قَوْلِي﴾

20-28 چې دوى زما په خبره پوه شي

﴿وَاجْعَلْ لِي وَزِيرًا مِنْ أَهْلِي﴾

20-29 او زما لپاره زما له اهل نه یو وزیر (مددګار) وټاكه

﴿هَارُونَ أَخِي﴾

20-30 هارون، چې زما ورور دى

﴿اشْدُدْ بِهِ أَزْرِي﴾

20-31 په ده سره ته زما مَلا قوي كړه

﴿وَأَشْرِكْهُ فِي أَمْرِي﴾

20-32 او دى زما په كار كې شریك كړه

﴿كَيْ نُسَبِّحَكَ كَثِيرًا﴾

20-33 د دې لپاره چې مونږ ستا ډېره تسبیح ووایو

﴿وَنَذْكُرَكَ كَثِيرًا﴾

20-34 او ستا ډېر ذكر وكړو

﴿إِنَّكَ كُنْتَ بِنَا بَصِيرًا﴾

20-35 بېشكه هم ته زمونږ حال ښه لیدونكى يې

﴿قَالَ قَدْ أُوتِيتَ سُؤْلَكَ يَا مُوسَىٰ﴾

20-36 (الله) وویل: اى موسٰی! یقینًا تا ته ستا سوال دركړى شو

﴿وَلَقَدْ مَنَنَّا عَلَيْكَ مَرَّةً أُخْرَىٰ﴾

20-37 او یقینًا یقینًا مونږ په تا باندې یو ځل بل احسان كړى و

﴿إِذْ أَوْحَيْنَا إِلَىٰ أُمِّكَ مَا يُوحَىٰ﴾

20-38 كله چې مونږ ستا مور ته الهام وكړ هغه چې (تا ته اوس) وحي كولى شي

﴿أَنِ اقْذِفِيهِ فِي التَّابُوتِ فَاقْذِفِيهِ فِي الْيَمِّ فَلْيُلْقِهِ الْيَمُّ بِالسَّاحِلِ يَأْخُذْهُ عَدُوٌّ لِي وَعَدُوٌّ لَهُ ۚ وَأَلْقَيْتُ عَلَيْكَ مَحَبَّةً مِنِّي وَلِتُصْنَعَ عَلَىٰ عَيْنِي﴾

20-39 چې ته (اى مورې د موسٰی) دا (موسٰی) په تابوت (صندوق) كې واچوه، بیا دغه (صندوق) په سیند كې وغورځوه، نو دغه (صندوق) لره دې سیند په ساحل كې وغورځوي، چې دغه (موسٰی) لره ونیسي زما دښمن او د ده دښمن او ما په تا باندې له خپل جانبه محبت اچولى و، او د دې لپاره ستا تربیت زما د سترګو په وړاندې وشي

﴿إِذْ تَمْشِي أُخْتُكَ فَتَقُولُ هَلْ أَدُلُّكُمْ عَلَىٰ مَنْ يَكْفُلُهُ ۖ فَرَجَعْنَاكَ إِلَىٰ أُمِّكَ كَيْ تَقَرَّ عَيْنُهَا وَلَا تَحْزَنَ ۚ وَقَتَلْتَ نَفْسًا فَنَجَّيْنَاكَ مِنَ الْغَمِّ وَفَتَنَّاكَ فُتُونًا ۚ فَلَبِثْتَ سِنِينَ فِي أَهْلِ مَدْيَنَ ثُمَّ جِئْتَ عَلَىٰ قَدَرٍ يَا مُوسَىٰ﴾

20-40 كله چې ستا خور (په تا پسې) روانه وه (ته يې ولیدې چې د هیچا تى (پۍ) نه اخلې) نو دې ویل: ایا زه تاسو ته هغه څوك وښیم چې د ده كفالت (او تربیت) به كوي، نو ته مونږ خپلې مور ته بېرته راوستې، د دې لپاره چې د هغې سترګې یخې شي او غمژنه نشي او تا یو كس مړ كړى و، نو ته مونږ له غم نه خلاص كړې او ته مونږ په قسما قسم ازموینو سره وازمایلې، نو تا څو كاله په اهل مدین كې تېر كړل، بيا ته په ټاكلې اندازې سره راغلې، اى موسٰی!

﴿وَاصْطَنَعْتُكَ لِنَفْسِي﴾

20-41 او ته ما د خپل ځان لپاره تیار كړى يې

﴿اذْهَبْ أَنْتَ وَأَخُوكَ بِآيَاتِي وَلَا تَنِيَا فِي ذِكْرِي﴾

20-42 ته لاړ شه او ستا ورور دې هم، زما په معجزو سره او تاسو دواړه زما په ذكر (یاد) كې سستي مه كوئ

﴿اذْهَبَا إِلَىٰ فِرْعَوْنَ إِنَّهُ طَغَىٰ﴾

20-43 تاسو دواړه فرعون ته لاړ شئ، بېشكه هغه باغي شوى دى

﴿فَقُولَا لَهُ قَوْلًا لَيِّنًا لَعَلَّهُ يَتَذَكَّرُ أَوْ يَخْشَىٰ﴾

20-44 نو تاسو هغه ته ډېره نرمه خبره وكړئ، ښايي چې دى پند واخلي، یا ووېرېږي

﴿قَالَا رَبَّنَا إِنَّنَا نَخَافُ أَنْ يَفْرُطَ عَلَيْنَا أَوْ أَنْ يَطْغَىٰ﴾

20-45 دواړو وویل: اى زمونږه ربه! بېشكه مونږ له دې نه وېرېږو چې دى به زمونږ سره زیاتى وكړي، یا به سركشي شروع كړي

﴿قَالَ لَا تَخَافَا ۖ إِنَّنِي مَعَكُمَا أَسْمَعُ وَأَرَىٰ﴾

20-46 (الله) وویل: تاسو مه وېرېږئ، بېشكه زه له تاسو سره یم، زه اورم او زه وینم

﴿فَأْتِيَاهُ فَقُولَا إِنَّا رَسُولَا رَبِّكَ فَأَرْسِلْ مَعَنَا بَنِي إِسْرَائِيلَ وَلَا تُعَذِّبْهُمْ ۖ قَدْ جِئْنَاكَ بِآيَةٍ مِنْ رَبِّكَ ۖ وَالسَّلَامُ عَلَىٰ مَنِ اتَّبَعَ الْهُدَىٰ﴾

20-47 نو تاسو ده ته ورشئ، پس (ورته) ووايئ چې بېشكه مونږ ستا د رب رسولان یو، نو ته زمونږ سره بني اسرائیل خوشې كړه، او ته دوى مه په عذابوه، په تحقیق مونږ تا ته ستا د رب له معجزې سره راغلي یو، او (له عذاب نه) سلامتي ده د هغه چا لپاره چې د هدایت پیروي وكړي

﴿إِنَّا قَدْ أُوحِيَ إِلَيْنَا أَنَّ الْعَذَابَ عَلَىٰ مَنْ كَذَّبَ وَتَوَلَّىٰ﴾

20-48 بېشكه مونږ چې یو، یقینًا مونږ ته وحي كړى شوې ده چې بېشكه عذاب په هغه چا دى چې (د رسولانو) تكذیب كوي او (له اسلامه) مخ ګرځوي

﴿قَالَ فَمَنْ رَبُّكُمَا يَا مُوسَىٰ﴾

20-49 ده (فرعون) وویل: اى موسٰی ستاسو د دواړو رب څوك دى؟

﴿قَالَ رَبُّنَا الَّذِي أَعْطَىٰ كُلَّ شَيْءٍ خَلْقَهُ ثُمَّ هَدَىٰ﴾

20-50 ده وویل: زمونږ رب هغه ذات دى چې هر شي ته يې د ده (موافق) شكل وركړى دى، بیا يې لار ښودلې ده

﴿قَالَ فَمَا بَالُ الْقُرُونِ الْأُولَىٰ﴾

20-51 (فرعون) وویل: د ړومبنو زمانو د خلقو څه حال دى؟

﴿قَالَ عِلْمُهَا عِنْدَ رَبِّي فِي كِتَابٍ ۖ لَا يَضِلُّ رَبِّي وَلَا يَنْسَى﴾

20-52 ده وویل: د هغو علم زما له رب سره دى په یو كتاب كې، زما له رب نه څه ورَكېږي او نه ترې هېرېږي

﴿الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ مَهْدًا وَسَلَكَ لَكُمْ فِيهَا سُبُلًا وَأَنْزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجْنَا بِهِ أَزْوَاجًا مِنْ نَبَاتٍ شَتَّىٰ﴾

20-53 هغه ذات چې تاسو لپاره يې ځمكه فرش ګرځولې ده او تاسو لپاره يې په دې كې لارې چلولې دي او له بره نه يې اوبه نازلې كړې دي، پس په دغو (اوبو) سره مونږ بېلا بېل (او) قسما قسم زرغونې را ایستلي دي

﴿كُلُوا وَارْعَوْا أَنْعَامَكُمْ ۗ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِأُولِي النُّهَىٰ﴾

20-54 تاسو يې خورئ او خپل څاروي (په كې) څروئ، بېشكه په دغو (شیانو) كې د عقل والاو لپاره یقینًا ډېرې نښې دي

﴿۞ مِنْهَا خَلَقْنَاكُمْ وَفِيهَا نُعِيدُكُمْ وَمِنْهَا نُخْرِجُكُمْ تَارَةً أُخْرَىٰ﴾

20-55 له هم دې (ځمكې) نه مونږ تاسو پیدا كړي یئ او په هم دې كې به مونږ تاسو ننه باسو، او بل كرت به مونږ تاسو راوباسو

﴿وَلَقَدْ أَرَيْنَاهُ آيَاتِنَا كُلَّهَا فَكَذَّبَ وَأَبَىٰ﴾

20-56 او یقینًا یقینًامونږ ده ته خپلې ټولې نښې (او معجزې) وروښوولې، نو ده تكذیب وكړ او انكار يې وكړ

﴿قَالَ أَجِئْتَنَا لِتُخْرِجَنَا مِنْ أَرْضِنَا بِسِحْرِكَ يَا مُوسَىٰ﴾

20-57 وویل: (فرعون) ایا ته مونږ ته راغلى يې اى موسٰی؟، د دې لپاره چې ته په خپل سحر (جادو) سره مونږ له خپلې ځمكې نه وباسې

﴿فَلَنَأْتِيَنَّكَ بِسِحْرٍ مِثْلِهِ فَاجْعَلْ بَيْنَنَا وَبَيْنَكَ مَوْعِدًا لَا نُخْلِفُهُ نَحْنُ وَلَا أَنْتَ مَكَانًا سُوًى﴾

20-58 نو مونږ به خامخا ضرور تا ته د دغه (سحر) په مثل سحر راوړو، نو ته زمونږ په مینځ كې او په خپل مینځ كې یوه وعده مقرره كړه چې نه به مونږ د هغې مخالفت كوو او نه ته، داسې ځاى چې مساوي (هوار) وي

﴿قَالَ مَوْعِدُكُمْ يَوْمُ الزِّينَةِ وَأَنْ يُحْشَرَ النَّاسُ ضُحًى﴾

20-59 ده وویل: ستاسو د وعدې وخت د زینت (او جشن) ورځ ده او دا چې خلق دې د څاښت په وخت كې راجمع كړى شي

﴿فَتَوَلَّىٰ فِرْعَوْنُ فَجَمَعَ كَيْدَهُ ثُمَّ أَتَىٰ﴾

20-60 نو فرعون وګرځېده، نو خپل مكر (او چل) يې راجمع كړ، بیا راغى

﴿قَالَ لَهُمْ مُوسَىٰ وَيْلَكُمْ لَا تَفْتَرُوا عَلَى اللَّهِ كَذِبًا فَيُسْحِتَكُمْ بِعَذَابٍ ۖ وَقَدْ خَابَ مَنِ افْتَرَىٰ﴾

20-61 (موسٰی جادوګرو ته) وویل: تاسو هلاك شئ! په الله باندې دروغ مه تړئ (ګنې) نو هغه به تاسو په عذاب سره هلاك كړي، او په تحقیق نا امېده (او نامراد) شو هغه كس چې (په الله) يې دروغ وتړل

﴿فَتَنَازَعُوا أَمْرَهُمْ بَيْنَهُمْ وَأَسَرُّوا النَّجْوَىٰ﴾

20-62 نو دغو (جادوګرو) په خپل كار كې په خپل مینځ سره جګړه وكړه او دغه پټه مشوره يې خفیه وساتله

﴿قَالُوا إِنْ هَٰذَانِ لَسَاحِرَانِ يُرِيدَانِ أَنْ يُخْرِجَاكُمْ مِنْ أَرْضِكُمْ بِسِحْرِهِمَا وَيَذْهَبَا بِطَرِيقَتِكُمُ الْمُثْلَىٰ﴾

20-63 دوى وویل: بېشكه چې دا دواړه خامخا ساحران (جادوګر) دي، دوى دواړه غواړي چې تاسو له خپلې ځمكې (خاورې) نه په خپل سحر (جادو) سره وباسي او ستاسو ډېر غوره لار (د دين) ختمه كړي

﴿فَأَجْمِعُوا كَيْدَكُمْ ثُمَّ ائْتُوا صَفًّا ۚ وَقَدْ أَفْلَحَ الْيَوْمَ مَنِ اسْتَعْلَىٰ﴾

20-64 نو تاسو خپل ټول چل مكر راجمع كړئ، بیا تاسو (میدان ته) راشئ صف صف، او یقینًا نن ورځ هغه څوك كامیاب دى چې غالب شو

﴿قَالُوا يَا مُوسَىٰ إِمَّا أَنْ تُلْقِيَ وَإِمَّا أَنْ نَكُونَ أَوَّلَ مَنْ أَلْقَىٰ﴾

20-65 ده وویل: اى موسٰی! یا به ته (امسا) غورځوې، یا به مونږ شو اول د هغه چا چې (امسا) غورځوي

﴿قَالَ بَلْ أَلْقُوا ۖ فَإِذَا حِبَالُهُمْ وَعِصِيُّهُمْ يُخَيَّلُ إِلَيْهِ مِنْ سِحْرِهِمْ أَنَّهَا تَسْعَىٰ﴾

20-66 ده وویل: بلكې تاسو وغورځوئ، نو ناڅاپه د دوى رسۍ او د دوى امساګانې د دوى د سحر په وجه د ده (موسٰى) خیال ته داسې راوستى شوې چې په رښتيا دغه منډې وهي

﴿فَأَوْجَسَ فِي نَفْسِهِ خِيفَةً مُوسَىٰ﴾

20-67 نو موسٰی په خپل نفس (زړه) كې وېره وموندله

﴿قُلْنَا لَا تَخَفْ إِنَّكَ أَنْتَ الْأَعْلَىٰ﴾

20-68 مونږ (ده ته) وویل: ته مه وېرېږه، بېشكه هم ته ښه غالب يې

﴿وَأَلْقِ مَا فِي يَمِينِكَ تَلْقَفْ مَا صَنَعُوا ۖ إِنَّمَا صَنَعُوا كَيْدُ سَاحِرٍ ۖ وَلَا يُفْلِحُ السَّاحِرُ حَيْثُ أَتَىٰ﴾

20-69 او ته هغه (امسا) وغورځوه چې ستا په ښي لاس كې ده، چې هغه څه لواړ (ښوى) تېر كړي چې دغو جوړ كړي دي، بېشكه هغه شى چې دوى تیار كړى دى د جادوګر چل مكر دى، او جادوګر برى نه مومي هر چېرته چې راشي

﴿فَأُلْقِيَ السَّحَرَةُ سُجَّدًا قَالُوا آمَنَّا بِرَبِّ هَارُونَ وَمُوسَىٰ﴾

20-70 نو ساحران وغورځولى شول، سجده كوونكي، ويې ويل:مونږ د هارون او موسٰی په رب ایمان راوړ

﴿قَالَ آمَنْتُمْ لَهُ قَبْلَ أَنْ آذَنَ لَكُمْ ۖ إِنَّهُ لَكَبِيرُكُمُ الَّذِي عَلَّمَكُمُ السِّحْرَ ۖ فَلَأُقَطِّعَنَّ أَيْدِيَكُمْ وَأَرْجُلَكُمْ مِنْ خِلَافٍ وَلَأُصَلِّبَنَّكُمْ فِي جُذُوعِ النَّخْلِ وَلَتَعْلَمُنَّ أَيُّنَا أَشَدُّ عَذَابًا وَأَبْقَىٰ﴾

20-71 (فرعون) وویل چې تاسو د ده تصدیق وكړ مخكې له دې چې زه تاسو ته اجازت دركړم، بېشكه دى یقینًا ستاسو هغه مشر دى چې تاسو ته يې سحر (جادو) ښودلى دى، نو زه به خامخا ضرور ستاسو لاسونه او ستاسو پښې ادل بدل پرې كوم او زه به خامخا ضرور تاسو د كجور په تنو كې په دار كوم او تاسو به خامخا ضرور پوه شئ چې په مونږ كې كوم یو د عذاب وركولو په لحاظ ډېر سخت دى او ډېر باقی پاتې كېدونكى دى (زه او كه موسٰی)

﴿قَالُوا لَنْ نُؤْثِرَكَ عَلَىٰ مَا جَاءَنَا مِنَ الْبَيِّنَاتِ وَالَّذِي فَطَرَنَا ۖ فَاقْضِ مَا أَنْتَ قَاضٍ ۖ إِنَّمَا تَقْضِي هَٰذِهِ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا﴾

20-72 هغوى وویل: مونږ به تا ته له سره ترجيح درنه كړو په هغه باندې چې مونږ ته راغلى دى چې ښكاره معجزې دي او هغه (الله) چې مونږ يې پیدا كړي یو، نو ته هغه كار وكړه چې ته د هغه كوونكى يې، بېشكه ته يواځې د دې دنيايي ژوند فیصله كولى شې

﴿إِنَّا آمَنَّا بِرَبِّنَا لِيَغْفِرَ لَنَا خَطَايَانَا وَمَا أَكْرَهْتَنَا عَلَيْهِ مِنَ السِّحْرِ ۗ وَاللَّهُ خَيْرٌ وَأَبْقَىٰ﴾

20-73 بېشكه مونږ په خپل رب ایمان راوړى دى، د دې لپاره چې هغه زمونږ خطاګانې وبخښي او هغه (جرم) چې تا مونږ په هغه مجبوره كړي وو، چې سحر دى او الله ډېر غوره او تل پاتې كېدونكى دى

﴿إِنَّهُ مَنْ يَأْتِ رَبَّهُ مُجْرِمًا فَإِنَّ لَهُ جَهَنَّمَ لَا يَمُوتُ فِيهَا وَلَا يَحْيَىٰ﴾

20-74 بېشكه شان دا دى چې هغه څوك چې خپل رب ته راشي، په دې حال كې چې كافر وي، نو بېشكه د ده لپاره دوزخ دى، دى به په ده كې نه مري او نه به (ښه) ژوندون كوي

﴿وَمَنْ يَأْتِهِ مُؤْمِنًا قَدْ عَمِلَ الصَّالِحَاتِ فَأُولَٰئِكَ لَهُمُ الدَّرَجَاتُ الْعُلَىٰ﴾

20-75 او هغه څوك چې ده ته په داسې حال كې راشي چې مومن وي، نېك عملونه يې كړي وي (،نو) د دوى لپاره ډېرې اوچتې درجې دي

﴿جَنَّاتُ عَدْنٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا ۚ وَذَٰلِكَ جَزَاءُ مَنْ تَزَكَّىٰ﴾

20-76 چې د تل اوسېدنې جنتونه دي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، چې دوى به په هغو كې تل ترتله وي، دغه د هغه چا بدله ده چې ځان يې (له شرك او كفر نه) پاك ساتلى وي

﴿وَلَقَدْ أَوْحَيْنَا إِلَىٰ مُوسَىٰ أَنْ أَسْرِ بِعِبَادِي فَاضْرِبْ لَهُمْ طَرِيقًا فِي الْبَحْرِ يَبَسًا لَا تَخَافُ دَرَكًا وَلَا تَخْشَىٰ﴾

20-77 او یقینًا یقینًا موږ موسٰی ته وحي وكړه چې ته زما بنده ګان د شپې وباسه، نو ته د دوى لپاره په سمندر كې یوه وچه لاره جوړه كړه، ته به نه وېرېږې له نیول كېدو نه او نه به وېرېږې (له ډوبېدو نه)

﴿فَأَتْبَعَهُمْ فِرْعَوْنُ بِجُنُودِهِ فَغَشِيَهُمْ مِنَ الْيَمِّ مَا غَشِيَهُمْ﴾

20-78 نو فرعون سره له خپلو لښكرو په دوى پسې راغى، نو دوى لره له سمندر نه هغه شي لاندې كړل چې دوى يې لاندې كړل

﴿وَأَضَلَّ فِرْعَوْنُ قَوْمَهُ وَمَا هَدَىٰ﴾

20-79 او فرعون خپل قوم لره ګمراه كړ او نېغه لار يې ور ونه ښودله

﴿يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ قَدْ أَنْجَيْنَاكُمْ مِنْ عَدُوِّكُمْ وَوَاعَدْنَاكُمْ جَانِبَ الطُّورِ الْأَيْمَنَ وَنَزَّلْنَا عَلَيْكُمُ الْمَنَّ وَالسَّلْوَىٰ﴾

20-80 اى بني اسرائیلو بېشكه مونږ تاسو ته ستاسو له دښمن نه نجات دركړ او د طور غر ښي اړخ ته مو له تاسو سره وعده وكړه او مونږ پر تاسو باندې مَن (ترنجبین) او مړزان (ډوله مرغان) نازل كړل

﴿كُلُوا مِنْ طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ وَلَا تَطْغَوْا فِيهِ فَيَحِلَّ عَلَيْكُمْ غَضَبِي ۖ وَمَنْ يَحْلِلْ عَلَيْهِ غَضَبِي فَقَدْ هَوَىٰ﴾

20-81 تاسو هغه پاكیزه څیزونه خورئ چې مونږ تاسو ته دركړي دي او تاسو په دغه (رزق) كې تجاوز مه كوئ (ګنې) نو په تاسو به زما غضب راكوز شي اوهغه څوك چې په هغه باندې زما غضب راكوز شي، نو یقینًا دى وغورځېده (هلاك شه)

﴿وَإِنِّي لَغَفَّارٌ لِمَنْ تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا ثُمَّ اهْتَدَىٰ﴾

20-82 او بېشكه زه خامخا ډېر بخښونكى یم هغه چا ته چې توبه وباسي او ایمان راوړي او نېك عمل كوي، بیا په نېغه لار روان اوسي

﴿۞ وَمَا أَعْجَلَكَ عَنْ قَوْمِكَ يَا مُوسَىٰ﴾

20-83 او ته څه شي راګړندى كړې له خپل قوم نه اى موسٰی!

﴿قَالَ هُمْ أُولَاءِ عَلَىٰ أَثَرِي وَعَجِلْتُ إِلَيْكَ رَبِّ لِتَرْضَىٰ﴾

20-84 ده وویل: دوى دغه دي په ما پسې راروان دي او زه تا ته جلت راغلم اى زما ربه! د دې لپاره چې ته راضي شې

﴿قَالَ فَإِنَّا قَدْ فَتَنَّا قَوْمَكَ مِنْ بَعْدِكَ وَأَضَلَّهُمُ السَّامِرِيُّ﴾

20-85 (الله) وویل: نو بېشكه مونږ ستا قوم له تا نه وروسته وازمایه او سامري دوى ګمراه كړل

﴿فَرَجَعَ مُوسَىٰ إِلَىٰ قَوْمِهِ غَضْبَانَ أَسِفًا ۚ قَالَ يَا قَوْمِ أَلَمْ يَعِدْكُمْ رَبُّكُمْ وَعْدًا حَسَنًا ۚ أَفَطَالَ عَلَيْكُمُ الْعَهْدُ أَمْ أَرَدْتُمْ أَنْ يَحِلَّ عَلَيْكُمْ غَضَبٌ مِنْ رَبِّكُمْ فَأَخْلَفْتُمْ مَوْعِدِي﴾

20-86 نو موسٰی خپل قوم ته راواپس شو، چې ډېر په غصه او غمجن و، ويې ويل:اى زما قومه! ایا تاسو سره ستاسو رب ډېره ښه وعده نه وه كړې، ایا نو په تاسو زمانه ډېره اوږده شوه، یا كه تاسو اراده كړې وه چې په تاسو باندې د خپل رب غضب راكوز شي، نو تاسو زما د وعدې خلاف ورزي وكړه

﴿قَالُوا مَا أَخْلَفْنَا مَوْعِدَكَ بِمَلْكِنَا وَلَٰكِنَّا حُمِّلْنَا أَوْزَارًا مِنْ زِينَةِ الْقَوْمِ فَقَذَفْنَاهَا فَكَذَٰلِكَ أَلْقَى السَّامِرِيُّ﴾

20-87 دوى وویل: مونږ ستا د وعدې مخالفت په خپل اختیار سره نه دى كړى، او لېكن پر مونږ باندې د (قبطیانو د) قوم د ښكلا زیورات بار كړى شوي وو، نو مونږ هغه وغورځول، نو همداسې سامري هغه (په اور كې) وغورځول

﴿فَأَخْرَجَ لَهُمْ عِجْلًا جَسَدًا لَهُ خُوَارٌ فَقَالُوا هَٰذَا إِلَٰهُكُمْ وَإِلَٰهُ مُوسَىٰ فَنَسِيَ﴾

20-88 نو ده د دوى لپاره (له هغې كندې څخه) یو سخى چې جسد و؛ راووېست، چې د ده لپاره د سخي اواز و، نو دوى وویل: دا ستاسو معبود دى او د موسٰی معبود دى، پس هغه هېر كړى دى

﴿أَفَلَا يَرَوْنَ أَلَّا يَرْجِعُ إِلَيْهِمْ قَوْلًا وَلَا يَمْلِكُ لَهُمْ ضَرًّا وَلَا نَفْعًا﴾

20-89 (الله فرمايي) نو ایا دوى نه ګوري چې بېشكه شان دا دى چې دغه (سخى) دوى ته بېرته خبره نه راګرځوي او دى د دوى لپاره نه د ضرر اختیار لري او نه د نفعې

﴿وَلَقَدْ قَالَ لَهُمْ هَارُونُ مِنْ قَبْلُ يَا قَوْمِ إِنَّمَا فُتِنْتُمْ بِهِ ۖ وَإِنَّ رَبَّكُمُ الرَّحْمَٰنُ فَاتَّبِعُونِي وَأَطِيعُوا أَمْرِي﴾

20-90 او یقینًا یقینًا هارون دوى ته د دې (موسٰی له راتلو) نه مخكې ویلي وو چې اى زما قومه! بېشكه همدا خبره ده چې تاسو په دې سره ازمایل شوي یئ، او ستاسو رب خو رحمٰن دى، نو تاسو زما پیروي وكړئ او زما د حكم اطاعت وكړئ

﴿قَالُوا لَنْ نَبْرَحَ عَلَيْهِ عَاكِفِينَ حَتَّىٰ يَرْجِعَ إِلَيْنَا مُوسَىٰ﴾

20-91 دوى وویل: مونږ به تل به په (عبادت) د ده محكم ولاړ اوسو، تر هغه پورې چې موسٰی مونږ ته بېرته راشي

﴿قَالَ يَا هَارُونُ مَا مَنَعَكَ إِذْ رَأَيْتَهُمْ ضَلُّوا﴾

20-92 (موسٰی چې راغى نو) ويې ويل:اى هارونه! ته څه شي منع كړى وې، كله چې تا دوى ولیدل چې ګمراه شول

﴿أَلَّا تَتَّبِعَنِ ۖ أَفَعَصَيْتَ أَمْرِي﴾

20-93 چې تا زما پیروي ونه كړه، ایا نو تا زما د حكم نافرماني وكړه؟

﴿قَالَ يَا ابْنَ أُمَّ لَا تَأْخُذْ بِلِحْيَتِي وَلَا بِرَأْسِي ۖ إِنِّي خَشِيتُ أَنْ تَقُولَ فَرَّقْتَ بَيْنَ بَنِي إِسْرَائِيلَ وَلَمْ تَرْقُبْ قَوْلِي﴾

20-94 ده وویل: اى زما د مور زویه! ته مه زما ږېره نیسه او مه زما سره، بېشكه زه ووېرېدم له دې نه چې ته به وايې چې تا د بني اسرائیلو په مینځ كې بېلتون واچاوه او زما خبرې ته دې ونه كتل

﴿قَالَ فَمَا خَطْبُكَ يَا سَامِرِيُّ﴾

20-95 (موسٰی) وویل: نو ستا څه كار و اى سامري!

﴿قَالَ بَصُرْتُ بِمَا لَمْ يَبْصُرُوا بِهِ فَقَبَضْتُ قَبْضَةً مِنْ أَثَرِ الرَّسُولِ فَنَبَذْتُهَا وَكَذَٰلِكَ سَوَّلَتْ لِي نَفْسِي﴾

20-96 هغه وویل: ما هغه شى ولیده چې دوى هغه نه و لیدلى نو ما یو موټى (خاوره) راوخيسته د رسول له قدمه، نو هغه ما (د دغه سخي په خوله كې) وغورځوله او همداسې ما ته زما نفس (دا كار) ښايسته كړى و

﴿قَالَ فَاذْهَبْ فَإِنَّ لَكَ فِي الْحَيَاةِ أَنْ تَقُولَ لَا مِسَاسَ ۖ وَإِنَّ لَكَ مَوْعِدًا لَنْ تُخْلَفَهُ ۖ وَانْظُرْ إِلَىٰ إِلَٰهِكَ الَّذِي ظَلْتَ عَلَيْهِ عَاكِفًا ۖ لَنُحَرِّقَنَّهُ ثُمَّ لَنَنْسِفَنَّهُ فِي الْيَمِّ نَسْفًا﴾

20-97 ده وویل: نو ته ځه! پس بېشكه تا لره په ژوندن كې دا دي چې ته به وايې: (په ما) مه لګېږئ، او بېشكه تا لپاره د وعدې یو وخت دى چې له تا سره به د هغې وعدې هېڅ خلاف ونه كړى شي، او ته خپل هغه معبود ته وګوره چې ته په (عبادت) د ده باندې محكم ولاړ وې، مونږ به دى خامخا ضرور سوځوو، بیا مونږ دى په سمندر كې بادوو، بادول

﴿إِنَّمَا إِلَٰهُكُمُ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ۚ وَسِعَ كُلَّ شَيْءٍ عِلْمًا﴾

20-98 بېشكه همدا خبره ده چې ستاسو معبود هغه الله دى چې نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، ده د علم په لحاظ هر شى، راګېر كړى

﴿كَذَٰلِكَ نَقُصُّ عَلَيْكَ مِنْ أَنْبَاءِ مَا قَدْ سَبَقَ ۚ وَقَدْ آتَيْنَاكَ مِنْ لَدُنَّا ذِكْرًا﴾

20-99 هم داسې مونږ تا ته بیانوو ځینې له هغو خبرونو نه چې مخكې تېر شوي دي او په تحقیق تا ته مونږ دركړى دى له خپل جانب نه ذكر (چې قرآن دى)

﴿مَنْ أَعْرَضَ عَنْهُ فَإِنَّهُ يَحْمِلُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وِزْرًا﴾

20-100 هرڅوك چې له ده نه مخ وګرځوي، پس بېشكه دغه كس به د قیامت په ورځ ( د عذاب) بار پورته كوي

﴿خَالِدِينَ فِيهِ ۖ وَسَاءَ لَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ حِمْلًا﴾

20-101 چې تل به وي په دغه (عذاب) كې او دغه بد دى د دوى لپاره د بارولو په لحاظ

﴿يَوْمَ يُنْفَخُ فِي الصُّورِ ۚ وَنَحْشُرُ الْمُجْرِمِينَ يَوْمَئِذٍ زُرْقًا﴾

20-102 په هغې ورځ كې چې په شپېلۍ كې به (په دوهم ځل) وپوكل شي او په دغې ورځ كې به مونږ مجرمان (كافران) راجمع كوو چې شین سترګي (تور مخې) به وي

﴿يَتَخَافَتُونَ بَيْنَهُمْ إِنْ لَبِثْتُمْ إِلَّا عَشْرًا﴾

20-103 دوى به په خپل مینځ كې پټې پټې خبرې كوي چې تاسو وخت نه دى تېر كړى (په دنیا كې) مګر لس شپې

﴿نَحْنُ أَعْلَمُ بِمَا يَقُولُونَ إِذْ يَقُولُ أَمْثَلُهُمْ طَرِيقَةً إِنْ لَبِثْتُمْ إِلَّا يَوْمًا﴾

20-104 مونږ ښه عالمان یو په هغو خبرو چې دوى يې وايي، كله چې په دوى كې د روش په لحاظ ډېر كامل وايي: تاسو وخت نه دى تېر كړى مګر یوه ورځ

﴿وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْجِبَالِ فَقُلْ يَنْسِفُهَا رَبِّي نَسْفًا﴾

20-105 او دوى له تا نه د غرونو په باره كې پوښتنه كوي، نو ته (ورته) ووایه چې زما رب به دغه (غرونه) تار په تار كړي، تار تار كول

﴿فَيَذَرُهَا قَاعًا صَفْصَفًا﴾

20-106 نو دغه (ځمكه) به تش هوار ډاګ پرېږدي

﴿لَا تَرَىٰ فِيهَا عِوَجًا وَلَا أَمْتًا﴾

20-107 چې ته به په دې كې نه ښكته والى وینې او نه څه اوچت والى

﴿يَوْمَئِذٍ يَتَّبِعُونَ الدَّاعِيَ لَا عِوَجَ لَهُ ۖ وَخَشَعَتِ الْأَصْوَاتُ لِلرَّحْمَٰنِ فَلَا تَسْمَعُ إِلَّا هَمْسًا﴾

20-108 په دغې ورځ كې به دوى د بلونكي پیروي كوي، دغې (بلنې) ته به هېڅ كوږ والى نه وي، او ټول اوازونه به رحمٰن ته چوپ شي، نو ته به نه اورې مګر كشارى (د قدمونو)

﴿يَوْمَئِذٍ لَا تَنْفَعُ الشَّفَاعَةُ إِلَّا مَنْ أَذِنَ لَهُ الرَّحْمَٰنُ وَرَضِيَ لَهُ قَوْلًا﴾

20-109 په دغې ورځ كې به شفاعت فايده نه رسوي مګر هغه چا ته چې د هغه په حق كې رحمٰن اجازت وكړي او دغه (الله) د ده په خبره راضي شوى وي

﴿يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلَا يُحِيطُونَ بِهِ عِلْمًا﴾

20-110 دغه (الله) پوهېږي په هر هغه څه چې د دوى په وړاندې دي او په هر هغه څه چې د دوى وروسته دي او دوى د هغه د علم احاطه نشي كولى

﴿۞ وَعَنَتِ الْوُجُوهُ لِلْحَيِّ الْقَيُّومِ ۖ وَقَدْ خَابَ مَنْ حَمَلَ ظُلْمًا﴾

20-111 او مخونه تل ژوندي، د ټول عالم انتظام كوونكي ذات ته ټیټ شول او تحقیق نامراده شو هغه كس چې (د) ظلم (بار) يې پورته كړ

﴿وَمَنْ يَعْمَلْ مِنَ الصَّالِحَاتِ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَا يَخَافُ ظُلْمًا وَلَا هَضْمًا﴾

20-112 او هغه څوك چې نېك عمل وكړي، په دې حال كې چې مومن وي، نو دى به نه له ظلم (بې انصافۍ) نه وېرېږي او نه له نقصان نه

﴿وَكَذَٰلِكَ أَنْزَلْنَاهُ قُرْآنًا عَرَبِيًّا وَصَرَّفْنَا فِيهِ مِنَ الْوَعِيدِ لَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ أَوْ يُحْدِثُ لَهُمْ ذِكْرًا﴾

20-113 او هم داسې مونږ دغه (كتاب) نازل كړى دى عربي قرآن، او مونږ په ده كې (ایتونه) له وعید ځنې بیا بیا راوړي دي، د دې لپاره چې دوى پرهېزګاره شي یا دغه (قرآن) دوى ته څه پند پیدا كړي

﴿فَتَعَالَى اللَّهُ الْمَلِكُ الْحَقُّ ۗ وَلَا تَعْجَلْ بِالْقُرْآنِ مِنْ قَبْلِ أَنْ يُقْضَىٰ إِلَيْكَ وَحْيُهُ ۖ وَقُلْ رَبِّ زِدْنِي عِلْمًا﴾

20-114 نو اوچت دى الله حق بادشاه دى او ته په (لوستلو د) قرآن سره تلوار مه كوه مخكې له دې چې تا ته د ده وحي پوره كړى شي او ته وایه: اى زما ربه ما ته (زما) په علم كې زیاتوالى راكړې

﴿وَلَقَدْ عَهِدْنَا إِلَىٰ آدَمَ مِنْ قَبْلُ فَنَسِيَ وَلَمْ نَجِدْ لَهُ عَزْمًا﴾

20-115 او یقینًا په تحقیق سره مونږ ادم ته له دې نه مخكې حكم كړى و، نو هغه هېر كړ او مونږ د ده پخه اراده ونه مونده

﴿وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلَائِكَةِ اسْجُدُوا لِآدَمَ فَسَجَدُوا إِلَّا إِبْلِيسَ أَبَىٰ﴾

20-116 او كله چې مونږ ملايكو ته وویل: تاسو ادم ته سجده وكړئ، نو دوى سجده وكړه، غیر له ابلیس نه، ده انكار وكړ

﴿فَقُلْنَا يَا آدَمُ إِنَّ هَٰذَا عَدُوٌّ لَكَ وَلِزَوْجِكَ فَلَا يُخْرِجَنَّكُمَا مِنَ الْجَنَّةِ فَتَشْقَىٰ﴾

20-117 نو مونږ ادم ته وویل: بېشكه دا (ابلیس) ستا او ستا د ښځې دښمن دى، نو دى دې تاسو هرګز له جنت نه ونه باسي، (ګنې) نو په مشقت كې به پرېوځئ

﴿إِنَّ لَكَ أَلَّا تَجُوعَ فِيهَا وَلَا تَعْرَىٰ﴾

20-118 بېشكه تا لپاره دا مقرر ده چې ته به په دې (جنت) كې نه وږى كېږې او نه به بربنډېږې

﴿وَأَنَّكَ لَا تَظْمَأُ فِيهَا وَلَا تَضْحَىٰ﴾

20-119 او دا چې بېشكه ته به نه په ده كې تږى كېږې او نه به دې ګرمي كېږي

﴿فَوَسْوَسَ إِلَيْهِ الشَّيْطَانُ قَالَ يَا آدَمُ هَلْ أَدُلُّكَ عَلَىٰ شَجَرَةِ الْخُلْدِ وَمُلْكٍ لَا يَبْلَىٰ﴾

20-120 نو ده ته شیطان وسوسه واچوله، ويې ويل:اى ادمه! ایا زه تا ته د تل ژوندي پاتې كېدلو ونه وښیم او داسې بادشاهي چې نه به ختمېږي

﴿فَأَكَلَا مِنْهَا فَبَدَتْ لَهُمَا سَوْآتُهُمَا وَطَفِقَا يَخْصِفَانِ عَلَيْهِمَا مِنْ وَرَقِ الْجَنَّةِ ۚ وَعَصَىٰ آدَمُ رَبَّهُ فَغَوَىٰ﴾

20-121 نو دوى دواړو (ښځې خاوند) له دغې (ونې) نه خوراك وكړ، نو دوى ته خپل د شرم ځایونه ښكاره شول او دوى شروع شول چې په خپلو ځانونو يې د جنت پاڼې نښلولې او ادم د خپل رب نافرماني وكړه، نو وښویده

﴿ثُمَّ اجْتَبَاهُ رَبُّهُ فَتَابَ عَلَيْهِ وَهَدَىٰ﴾

20-122 بیا دى خپل رب غوره كړ، نو د ده توبه يې قبوله كړه او هدایت يې وكړ (ده ته)

﴿قَالَ اهْبِطَا مِنْهَا جَمِيعًا ۖ بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ ۖ فَإِمَّا يَأْتِيَنَّكُمْ مِنِّي هُدًى فَمَنِ اتَّبَعَ هُدَايَ فَلَا يَضِلُّ وَلَا يَشْقَىٰ﴾

20-123 (الله) وویل: تاسو دواړه له دې (جنت) نه كوز شئ ټول، ستاسو ځینې به د ځینو نورو دښمنان وي، نو كه تاسو ته زما له جانبه هدایت راغى، نو چا چې زما د هدایت پیروي وكړه، نو دى به نه ګمراه كېږي او نه به بدبخته كېږي

﴿وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنْكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَىٰ﴾

20-124 او هغه څوك چې زما له ذكر (قرآن) نه مخ وګرځوي، نو بېشكه د ده لپاره ډېر تنګ ګذران (او ژوند) دى او دى به مونږ د قیامت په ورځ ړوند راپورته كوو

﴿قَالَ رَبِّ لِمَ حَشَرْتَنِي أَعْمَىٰ وَقَدْ كُنْتُ بَصِيرًا﴾

20-125 دى به وايي: اى زما ربه! تا زه ولې ړوند راپاڅولم، حال دا چې زه (په دنیا كې) بینا وم

﴿قَالَ كَذَٰلِكَ أَتَتْكَ آيَاتُنَا فَنَسِيتَهَا ۖ وَكَذَٰلِكَ الْيَوْمَ تُنْسَىٰ﴾

20-126 (الله به) ووايي: همداسې و، تا ته زمونږ ایتونه راغلي وو، نو تا هغه هېر كړل، او همداسې به ته نن ورځ هېرولى شې

﴿وَكَذَٰلِكَ نَجْزِي مَنْ أَسْرَفَ وَلَمْ يُؤْمِنْ بِآيَاتِ رَبِّهِ ۚ وَلَعَذَابُ الْآخِرَةِ أَشَدُّ وَأَبْقَىٰ﴾

20-127 او همداسې مونږ جزا وركوو هغه چا ته چې له حده ووت او د خپل رب په ایتونو يې ایمان رانه وړ او خامخا د اخرت عذاب ډېر سخت دى او ډېر باقي پاتې كېدونكى دى

﴿أَفَلَمْ يَهْدِ لَهُمْ كَمْ أَهْلَكْنَا قَبْلَهُمْ مِنَ الْقُرُونِ يَمْشُونَ فِي مَسَاكِنِهِمْ ۗ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِأُولِي النُّهَىٰ﴾

20-128 ایا نو دوى ته نه ده څرګنده شوې چې څومره ډېرې پېړۍ (امتونه) مونږ هلاكې كړې دي، چې دوى د هغوى په استوګنځایونو كې تېرېږي، بېشكه په دغو كې د عقل والاو لپاره ډېرې نښې دي

﴿وَلَوْلَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِنْ رَبِّكَ لَكَانَ لِزَامًا وَأَجَلٌ مُسَمًّى﴾

20-129 او كه چېرې هغه خبره نه وى چې ستا د رب له جانبه مخكې شوې ده (،نو) خامخا دغه (هلاكت د دوى) به لازم و، (او كه چېرې نه وى، مقرر شوې نېټه

﴿فَاصْبِرْ عَلَىٰ مَا يَقُولُونَ وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ غُرُوبِهَا ۖ وَمِنْ آنَاءِ اللَّيْلِ فَسَبِّحْ وَأَطْرَافَ النَّهَارِ لَعَلَّكَ تَرْضَىٰ﴾

20-130 نو (اى نبي!) ته په هغو خبرو صبر كوه چې دوى يې وايي او ته د خپل رب له ستاينې سره تسبیح وایه له لمر ختو نه مخكې او مخكې د پرېوتو له ده نه، او د شپې په ځینو وختونو كې، نو ته تسبیح وایه او د ورځې په غاړو كې، ښايي چې ته به خوشاله شې

﴿وَلَا تَمُدَّنَّ عَيْنَيْكَ إِلَىٰ مَا مَتَّعْنَا بِهِ أَزْوَاجًا مِنْهُمْ زَهْرَةَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا لِنَفْتِنَهُمْ فِيهِ ۚ وَرِزْقُ رَبِّكَ خَيْرٌ وَأَبْقَىٰ﴾

20-131 او ته خپلې سترګې هرګز مه اوږدوه هغه څیز ته چې مونږ په هغه سره دغو ته نفع وركړې ده چې قسما قسم څیزونه دي د دنيايي ژوند ښايست، د دې لپاره چې مونږ دغه (كفار) په دې كې وازمایو او ستا د رب رزق ډېر غوره او ډېر باقي پاتې كېدونكى دى

﴿وَأْمُرْ أَهْلَكَ بِالصَّلَاةِ وَاصْطَبِرْ عَلَيْهَا ۖ لَا نَسْأَلُكَ رِزْقًا ۖ نَحْنُ نَرْزُقُكَ ۗ وَالْعَاقِبَةُ لِلتَّقْوَىٰ﴾

20-132 او ته خپل اهل ته د لمانځه حكم كوه او ته هم په دې (لمانځه) ټینګ ولاړ اوسه، مونږ له تا نه رزق نه غواړو، مونږ تا ته رزق دركوو، او ښه انجام د پرهېزګارۍ لپاره دى

﴿وَقَالُوا لَوْلَا يَأْتِينَا بِآيَةٍ مِنْ رَبِّهِ ۚ أَوَلَمْ تَأْتِهِمْ بَيِّنَةُ مَا فِي الصُّحُفِ الْأُولَىٰ﴾

20-133 او دوى وايي: دى (محمد) د خپل رب له جانبه مونږ ته كومه نښه (معجزه) ولې نه راوړي؟ ایا دوى ته واضح دلیل له هغه څه نه دى راغلى چې په ړومبنیو صحیفو كې دي

﴿وَلَوْ أَنَّا أَهْلَكْنَاهُمْ بِعَذَابٍ مِنْ قَبْلِهِ لَقَالُوا رَبَّنَا لَوْلَا أَرْسَلْتَ إِلَيْنَا رَسُولًا فَنَتَّبِعَ آيَاتِكَ مِنْ قَبْلِ أَنْ نَذِلَّ وَنَخْزَىٰ﴾

20-134 او كه یقینًا مونږ دوى له دغه (قرآن) نه مخكې هلاك كړي وى (، نو) خامخا دوى به ویلى: اى زمونږ ربه! تا مونږ ته ولې یو رسول راونه لېږه، پس چې مونږ ستا د ایتونو پیروي كړې وى، مخكې له دې نه چې مونږ ذلیله شو او رسوا شو

﴿قُلْ كُلٌّ مُتَرَبِّصٌ فَتَرَبَّصُوا ۖ فَسَتَعْلَمُونَ مَنْ أَصْحَابُ الصِّرَاطِ السَّوِيِّ وَمَنِ اهْتَدَىٰ﴾

20-135 ته (دوى ته) ووایه: هر یو انتظار كوونكى دى، نو تاسو (هم) انتظار كوئ، نو ژر ده چې تاسو به پوه شئ چې د نېغې لارې خاوندان څوك دي او څوك دى چې نېغه لار يې موندلې ده

الترجمات والتفاسير لهذه السورة: