المطفّفين

تفسير سورة المطفّفين

الترجمة البشتوية

پښتو

الترجمة البشتوية

ترجمة معاني القرآن الكريم باللغة البشتو ترجمها زكريا عبدالسلام، وراجعها مفتي عبدالولي خان عام الطبعة 1423هـ.

﴿بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ وَيْلٌ لِلْمُطَفِّفِينَ﴾

83-1 (په تول او پېمانه كې) كمي كوونكو لره هلاكت دى

﴿الَّذِينَ إِذَا اكْتَالُوا عَلَى النَّاسِ يَسْتَوْفُونَ﴾

83-2 هغه كسان چې دوى له خلقو نه ځان ته پېمانه اخلي (، نو) پوره (يې) اخلي

﴿وَإِذَا كَالُوهُمْ أَوْ وَزَنُوهُمْ يُخْسِرُونَ﴾

83-3 او كله چې دغو (خلقو) ته پېمانه وركوي، یا يې دوى ته تلي (،نو) كمى كوي

﴿أَلَا يَظُنُّ أُولَٰئِكَ أَنَّهُمْ مَبْعُوثُونَ﴾

83-4 ایا دغه خلق یقین نه كوي چې بېشكه دوى به بیا راژوندي كول شي

﴿لِيَوْمٍ عَظِيمٍ﴾

83-5 په ډېره لویه ورځ كې (د حساب لپاره)

﴿يَوْمَ يَقُومُ النَّاسُ لِرَبِّ الْعَالَمِينَ﴾

83-6 هغه ورځ چې خلق به ’’رب العلمین‘‘ ته ودرېږي

﴿كَلَّا إِنَّ كِتَابَ الْفُجَّارِ لَفِي سِجِّينٍ﴾

83-7 هیڅكله داسې نه ده په كار، بېشكه د فاجرانو (كافرانو) كتاب (لیكل شوي عملونه) خامخا په سجین كې دي

﴿وَمَا أَدْرَاكَ مَا سِجِّينٌ﴾

83-8 او ته څه شي پوه كړې چې سجین څه شى دى

﴿كِتَابٌ مَرْقُومٌ﴾

83-9 یو دفتر (كتاب) دى لیكل شوى

﴿وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِلْمُكَذِّبِينَ﴾

83-10 په دغې ورځ كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى

﴿الَّذِينَ يُكَذِّبُونَ بِيَوْمِ الدِّينِ﴾

83-11 هغه كسان چې د بدلې ورځ دروغ ګڼي

﴿وَمَا يُكَذِّبُ بِهِ إِلَّا كُلُّ مُعْتَدٍ أَثِيمٍ﴾

83-12 او دغه (ورځ) دروغ نه ګڼي مګر هر زیاتي كوونكى، سخت ګناه ګار

﴿إِذَا تُتْلَىٰ عَلَيْهِ آيَاتُنَا قَالَ أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ﴾

83-13 كله چې ده ته زمونږ ایتونه تلاوت كولى شي؛ دى وايي: (دا) د ړومبنیو (خلقو) باطلې قصې دي

﴿كَلَّا ۖ بَلْ ۜ رَانَ عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ مَا كَانُوا يَكْسِبُونَ﴾

83-14 داسې نه ده، بلكې د دوى په زړونو باندې هغو (د ګناه عملونو) زنګ لګولى دى چې دوى به كول

﴿كَلَّا إِنَّهُمْ عَنْ رَبِّهِمْ يَوْمَئِذٍ لَمَحْجُوبُونَ﴾

83-15 داسې نه ده په كار، بېشكه دوى به په دغې ورځ كې له خپل رب نه یقینًا په حجاب (بند) كړى شوي وي

﴿ثُمَّ إِنَّهُمْ لَصَالُو الْجَحِيمِ﴾

83-16 بیا بېشكه دوى یقینًا دوزخ ته ننوتونكي دي

﴿ثُمَّ يُقَالُ هَٰذَا الَّذِي كُنْتُمْ بِهِ تُكَذِّبُونَ﴾

83-17 بیا به (دوى ته) ویلى شي: دا هغه (دوزخ) دى چې تاسو به دا دروغ ګاڼه

﴿كَلَّا إِنَّ كِتَابَ الْأَبْرَارِ لَفِي عِلِّيِّينَ﴾

83-18 داسې نه ده، بېشكه د نېكانو (خلقو) عملنامې (لیكلى كتاب) خامخا په ’’علِّیین‘‘ كې دي

﴿وَمَا أَدْرَاكَ مَا عِلِّيُّونَ﴾

83-19 او ته څه شي پوه كړې چې ’’علّیون‘‘ څه شى دى

﴿كِتَابٌ مَرْقُومٌ﴾

83-20 یو دفتر (كتاب) دى چې لیكل شوى دى

﴿يَشْهَدُهُ الْمُقَرَّبُونَ﴾

83-21 چې ده ته مقرب (بنده ګان او ملايك) حاضرېږي

﴿إِنَّ الْأَبْرَارَ لَفِي نَعِيمٍ﴾

83-22 بېشكه نېكان خلق یقینًا په نعمتونو كې دي

﴿عَلَى الْأَرَائِكِ يَنْظُرُونَ﴾

83-23 دوى به په تختونو باندې (ناست) وي، ګوري به

﴿تَعْرِفُ فِي وُجُوهِهِمْ نَضْرَةَ النَّعِيمِ﴾

83-24 (اى كتونكیه!) ته به د دوى په مخونو كې د نعمتونو تازګي وینې

﴿يُسْقَوْنَ مِنْ رَحِيقٍ مَخْتُومٍ﴾

83-25 په دوى به مُهر (ټاپه)كړى شوي خالص شراب څښولى شي

﴿خِتَامُهُ مِسْكٌ ۚ وَفِي ذَٰلِكَ فَلْيَتَنَافَسِ الْمُتَنَافِسُونَ﴾

83-26 چې د دغو مُهر (ټاپه) به مشك وي، او په دغه (نعمتونو) كې، پس په كار ده چې رغبت كوونكي رغبت وكړي

﴿وَمِزَاجُهُ مِنْ تَسْنِيمٍ﴾

83-27 د دغو (شرابو) ګډون له تسنیم (چينې) څخه دى

﴿عَيْنًا يَشْرَبُ بِهَا الْمُقَرَّبُونَ﴾

83-28 چې یوه چینه ده چې له دې نه به (د الله) مقربین څښي

﴿إِنَّ الَّذِينَ أَجْرَمُوا كَانُوا مِنَ الَّذِينَ آمَنُوا يَضْحَكُونَ﴾

83-29 بېشكه هغه كسان چې جرم (د كفر) يې كړى دى، دوى به په هغو كسانو پورې خندا كوله چې ایمان يې راوړى و

﴿وَإِذَا مَرُّوا بِهِمْ يَتَغَامَزُونَ﴾

83-30 او كله چې به د دوى (مومنانو) په خوا كې تېرېدل (نو) په خپلو منځونو كې به يې سترګكونه وهل

﴿وَإِذَا انْقَلَبُوا إِلَىٰ أَهْلِهِمُ انْقَلَبُوا فَكِهِينَ﴾

83-31 او كله چې به دوى خپلو كورونو ته واپس كېدل (نو) خوشاله به واپس كېدل

﴿وَإِذَا رَأَوْهُمْ قَالُوا إِنَّ هَٰؤُلَاءِ لَضَالُّونَ﴾

83-32 او كله چې به دوى دغه (مسلمانان) وليدل (نو) ويل به يې: بېشكه دغه خلق یقینًا ګمراهان دي

﴿وَمَا أُرْسِلُوا عَلَيْهِمْ حَافِظِينَ﴾

83-33 حال دا چې دوى په دغو (مومنانو) باندې نګرانان (څوكيداران) نه وو لېږل شوي

﴿فَالْيَوْمَ الَّذِينَ آمَنُوا مِنَ الْكُفَّارِ يَضْحَكُونَ﴾

83-34 نو په نن ورځ به هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى؛ په كافرانو پورې خندا كوي

﴿عَلَى الْأَرَائِكِ يَنْظُرُونَ﴾

83-35 په تختونو باندې به ناست وي، چې ګوري به

﴿هَلْ ثُوِّبَ الْكُفَّارُ مَا كَانُوا يَفْعَلُونَ﴾

83-36 یقینًا كافرانو ته د هغه څه بدله وركړى شوه چې دوى به كول

الترجمات والتفاسير لهذه السورة: