الإنشقاق

تفسير سورة الإنشقاق

الترجمة البشتوية

پښتو

الترجمة البشتوية

ترجمة معاني القرآن الكريم باللغة البشتو ترجمها زكريا عبدالسلام، وراجعها مفتي عبدالولي خان عام الطبعة 1423هـ.

﴿بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ إِذَا السَّمَاءُ انْشَقَّتْ﴾

84-1 كله چې اسمان څیرې شي

﴿وَأَذِنَتْ لِرَبِّهَا وَحُقَّتْ﴾

84-2 او خپل رب ته غوږ كېږدي او دى (اسمان) د همدې لايق دى

﴿وَإِذَا الْأَرْضُ مُدَّتْ﴾

84-3 او كله چې ځمكه راښكلى شي

﴿وَأَلْقَتْ مَا فِيهَا وَتَخَلَّتْ﴾

84-4 او هغه څه د باندې وغورځوي چې په دې كې دي او خالي شي

﴿وَأَذِنَتْ لِرَبِّهَا وَحُقَّتْ﴾

84-5 او خپل رب ته غوږ كېږدي او دا د همدې لايق ده

﴿يَا أَيُّهَا الْإِنْسَانُ إِنَّكَ كَادِحٌ إِلَىٰ رَبِّكَ كَدْحًا فَمُلَاقِيهِ﴾

84-6 اى انسانه! بېشكه ته په پوره كوشش سره كار كوونكى يې تر خپل ربه (سره د ملاقات پورې)، ښه په كوشش سره كار كول، پس ته له دغه (خپل عمل) سره ملاقات كوونكى يې

﴿فَأَمَّا مَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِيَمِينِهِ﴾

84-7 نو هر چې هغه څوك دى چې هغه ته خپل كتاب (عمل نامه) په ښي لاس كې وركړى شي

﴿فَسَوْفَ يُحَاسَبُ حِسَابًا يَسِيرًا﴾

84-8 نو ژر ده چې له ده سره به حساب وكړى شي، ډېر اسان حساب

﴿وَيَنْقَلِبُ إِلَىٰ أَهْلِهِ مَسْرُورًا﴾

84-9 او دى به خپل اهل ته خوشاله وګرځي

﴿وَأَمَّا مَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ وَرَاءَ ظَهْرِهِ﴾

84-10 او هر چې هغه څوك دى چې هغه ته خپل كتاب (عمل نامه) له خپلې شا نه وروسته وركړى شي

﴿فَسَوْفَ يَدْعُو ثُبُورًا﴾

84-11 نو دى به ژر هلاكت ته چغې كړي

﴿وَيَصْلَىٰ سَعِيرًا﴾

84-12 او د دوزخ بل اور ته به ننوځي

﴿إِنَّهُ كَانَ فِي أَهْلِهِ مَسْرُورًا﴾

84-13 بېشكه دى په خپل اهل كې خوشاله و

﴿إِنَّهُ ظَنَّ أَنْ لَنْ يَحُورَ﴾

84-14 بېشكه ده یقین كړى و چې دى به له سره بېرته (الله ته) ونه ګرځي

﴿بَلَىٰ إِنَّ رَبَّهُ كَانَ بِهِ بَصِيرًا﴾

84-15 ولې نه! بېشكه د ده رب ده لره تل ښه ليدونكى و

﴿فَلَا أُقْسِمُ بِالشَّفَقِ﴾

84-16 نو زه قسم خورم په شفق (له ماښام نه پس په سوروالي)

﴿وَاللَّيْلِ وَمَا وَسَقَ﴾

84-17 او په شپه او په هغه څه چې دې راجمع كړي دي

﴿وَالْقَمَرِ إِذَا اتَّسَقَ﴾

84-18 او په سپوږمۍ كله چې دا كامله شي

﴿لَتَرْكَبُنَّ طَبَقًا عَنْ طَبَقٍ﴾

84-19 چې تاسو به خامخا ضرور رسېږئ یو حال ته وروسته له بل حال نه

﴿فَمَا لَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ﴾

84-20 نو په دوى څه شوي دي چې دوى ایمان نه راوړي

﴿وَإِذَا قُرِئَ عَلَيْهِمُ الْقُرْآنُ لَا يَسْجُدُونَ ۩﴾

84-21 او كله چې په دوى باندې قرآن لوستى شي دوى سجده نه كوي

﴿بَلِ الَّذِينَ كَفَرُوا يُكَذِّبُونَ﴾

84-22 بلكې هغه كسان چې كافران شوي دي؛ هغوى تكذیب كوي

﴿وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا يُوعُونَ﴾

84-23 او الله ښه عالم دى په هغه څه چې دوى يې پټ ساتي

﴿فَبَشِّرْهُمْ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ﴾

84-24 نو ته دوى ته د ډېر دردوونكي عذاب زېرى وركړه

﴿إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَهُمْ أَجْرٌ غَيْرُ مَمْنُونٍ﴾

84-25 غیر له هغو كسانو نه چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، د دوى لپاره نه ختمېدونكى اجر دى

الترجمات والتفاسير لهذه السورة: