العزيز
كلمة (عزيز) في اللغة صيغة مبالغة على وزن (فعيل) وهو من العزّة،...
29-2 ایا خلقو دا ګمان كړى دى چې دوى به په خپلې دې وینا پرېښودل شي چې: مونږ ایمان راوړى دى، حال دا چې دوى به نه ازمایل كېږي
29-3 او یقینًا یقینًا مونږ هغه كسان ازمایلي وو چې له دوى نه مخكې وو، نو خامخا ضرور به الله هغه كسان معلوموي (ظاهروي) چې رښتیني دي او خامخا ضرور به دروغجن معلوموي
29-4 بلكې ایا هغو كسانو ګمان كړى دى چې بد عملونه كوي چې دوى به زمونږ نه ړومبى (او خلاص) شي؟ بد دى هغه حكم (فیصله) چې دوى يې كوي
29-5 هر څوك چې د الله د ملاقات امېد لري، نو بېشكه د الله (د ملاقات) نېټه خامخا راتلونكې ده او هم هغه ښه اورېدونكى، ښه عالم دى
29-6 او هغه څوك چې جهاد كوي، نو یقینًا هم د خپل ځان لپاره جهاد كوي، بېشكه الله خامخا غني(ډېر بې پروا) دى، له عالمونو نه
29-7 او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، خامخا ضرور به مونږ له هغوى نه د هغوى ګناهونه ورژوو او خامخا ضرور به مونږ دوى ته د ترټولو غوره عملونو چې دوى به كول ؛ بدله وركړو
29-8 اومونږ انسان ته د خپل مور و پلار په باره كې د نېكۍ كولو كلك حكم كړى دى، او كه دوى دواړه په تا ډېر كوښښ وكړي، د دې لپاره چې ته زما سره هغه شى شریك كړې چې تا ته د هغه هېڅ علم نشته، نو ته د دوى خبره مه منه، خاص ما ته ستاسو بېرته راتلل دي، نو زه به تاسو په هغو عملونو خبر كړم چې تاسو به كول
29-9 او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، خامخا ضرور به مونږ دوى په (ډله د) صالحانو كې داخل كړو
29-10 او په خلقو كې ځینې هغه څوك دي چې وايي: مونږ په الله ایمان راوړى دى، نو كله چې ده ته په (لاره د) الله كې تكلیف (سختي) ورسولى شي (، نو) د خلقو (له اړخه) سختي (او فتنه) د الله له جانبه عذاب وګڼي او قسم دى خامخا كه ستا د رب له جانبه امداد راشي (، نو) خامخا ضرور به وايي چې بېشكه مونږ هم له تاسو سره وو، ایا الله ښه عالم نه دى په هغه (اخلاص او نفاق) چې د عالمونو (خلقو) په سینو كې دى
29-11 او خامخا ضرور به الله هغه كسان معلوموي (څرګندوي) چې ایمان يې راوړى دى او خامخا ضرور به منافقین معلوموي
29-12 او كافران شویو كسانو هغو خلقو ته وویل چې ایمان يې راوړى دى: تاسو زمونږ د لارې متابعت وكړئ او لازم ده چې مونږ ستاسو ګناهونه اوچت كړو، حال دا چې دوى د هغوى له ګناهونو نه هېڅ شى (ګناه) نه دي پورته كوونكي، بېشكه دوى دروغجنان دي
29-13 او خامخا ضرور به دوى خپل بوجونه پورته كوي او له خپلو بوجونو سره نور بوجونه (هم) او د قیامت په ورځ به خامخا ضرور له دوى نه د هغو (دروغو) تپوس كولى شي چې دوى له ځانه جوړول
29-14 او یقینًا یقینًا مونږه نوح خپل قوم ته (رسول) لېږلى و، نو هغه په دوى كې پنځوس كاله كم زر كاله تېر كړل، بيا دوى طوفان ونيول، په داسې حال كې چې دوى ظالمان وو
29-15 نو مونږ هغه ته او د كشتۍ والاو ته نجات وركړ او مونږ د عالمونو لپاره دغه (كشتۍ، یا قصه) لویه نښه وګرځوله
29-16 او (یاده كړه قصه د) ابراهیم، كله چې هغه خپل قوم ته وویل: تاسو د الله عبادت كوئ او له هغه نه وېرېږئ، دا تاسو لپاره ډېر غوره دي، كه تاسو پوهېږئ
29-17 یقینًا تاسو له الله نه غیر د بتانو عبادت كوئ او تاسو دروغ جوړوئ، بېشكه هغه (معبودان) چې تاسو يې له الله نه غیر عبادت كوئ، دوى تاسو لپاره د رزق مالكان نه دي، نو تاسو له الله سره رزق ولټوئ او د هغه عبادت كوئ او د هغه شكر وباسئ، تاسو به خاص هغه ته بېرته بیولى كېږئ
29-18 او (اى كافرانو!) كه تاسو تكذیب كوئ، نو یقینًا له تاسو نه مخكې امتونو هم تكذیب كړى دى، او د رسول په غاړه يواځې ښكاره پېغام رسونه ده
29-19 ایا دوى نه ویني چې الله څنګه اول كرت مخلوق پیدا كوي، بیا د هغو اعاده كوي، بېشكه دا (كار) الله ته ډېر اسان دى
29-20 ته ووایه: تاسو په ځمكه كې وګرځئ، بیا وګورئ چې هغه (الله) د مخلوق ابتدا څنګه كړې ده، بیا به الله پیدا كړي، وروستني پیدا كول، بېشكه الله په هر شي باندې ښه قادر دى
29-21 هغه عذاب وركوي هغه چا ته چې وغواړي او رحم كوي په هغه چا چې وغواړي او خاص هغه ته به تاسو بېرته بېولى كېږئ
29-22 او (اى خلقو!) نه یئ تاسو عاجزه كوونكي (د الله) په ځمكه او نه په اسمان كې او تاسو لپاره له الله نه غیر نه هېڅ دوست شته او نه مددګار
29-23 او هغه كسان چې د الله په ایتونو او د هغه په ملاقات سره كافر شوي دي، دغه كسان زما له رحمت نه نا امېده شوي دي او دغه كسان دي چې د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى
29-24 نو د هغه (ابراهیم) د قوم (بل) هېڅ جواب نه و مګر دا چې دوى وویل: تاسو دا ووژنئ یا دا وسوځوئ، نو الله ده ته له اور نه نجات وركړ، بېشكه په دې كې خامخا ډېرې نښې دي د هغه قوم لپاره چې ایمان راوړی
29-25 او ده وویل: یقینًا تاسو له الله نه غیر (دا) بتان يواځې د خپل مینځي دوستۍ لپاره نیولي دي، په دنيايي ژوند كې، بیا به د قیامت په ورځ ستاسو ځینې په ځینو نورو سره منكرېږي او ستاسو ځینې به په ځینو نورو لعنت وايي او ستاسو استوګنه اور دى او تاسو لپاره به هیڅوك مدد كوونكي نه وي
29-26 نو په ده باندې لوط ایمان راوړ او ده وویل: بېشكه زه خپل رب ته هجرت كوونكى یم، بېشكه هم هغه ښه غالب، ښه حكمت والا دى
29-27 او مونږ هغه ته اسحق او یعقوب وبخښل او مونږ د هغه په اولاده كې نبوت او كتاب كېښوده او مونږ هغه ته د هغه اجر په دنیا كې وركړ او بېشكه هغه په اخرت كې خامخا له صالحانو څخه دى
29-28 او (یاده كړه قصه د) لوط كله چې هغه خپل قوم ته وویل: بېشكه تاسو یقینًا غټه بدكاري كوئ، چې په عالمونو كې هیڅوك دې ته له تاسو نه ړومبى شوي نه دي
29-29 ایا خامخا تاسو یقینًا له سړیو سره بدكاري كوئ او لارې شكوئ او تاسو په خپل مجلس كې ناكاره كارونه كوئ، نو د ده د قوم (بل) هېڅ جواب نه و مګردا چې دوى وویل: ته په مونږه د الله عذاب راوله كه ته له رښتینو څخه يې
29-30 ده وویل: اى زما ربه! د فسادي قوم په مقابله كې ته زما مدد وكړه
29-31 او كله چې زمونږ استازيو ابراهیم ته زېرى راوړ (بیا يې ورته وویل:) بېشكه مونږ د دې كلي اوسېدونكو لره هلاك كوونكي یو، بېشكه د دغه (كلي) اوسېدونكي ظالمان دي
29-32 ده وویل: بېشكه په دغه (كلي) كې خو لوط دى، هغوى وویل: مونږ په هغه چا ښه عالمان یو چې په دغه كې دي، مونږ به خامخا ضرور هغه ته او د هغه اهل ته نجات وركوو د هغه له ښځې نه غیر، هغه په باقي پاتې كېدونكو كې ده
29-33 او كله چې څنګه لوط ته زمونږ استازي راغلل (، نو) هغه د دوى په وجه غمګین شو او د دوى په وجه يې زړه ډېر تنګ شو او هغوى وویل: ته مه وېرېږه او مه غمګین كېږه، بېشكه مونږ تا لره او ستا اهل لره نجات وركوونكي یو، خو ستا له ښځې نه غیر، هغه په باقي پاتې كېدونكو كې ده
29-34 بېشكه مونږ د دې كلي په اوسېدونكو باندې له اسمانه عذاب نازلوونكي یو، په سبب د هغې نافرمانۍ (او بدكارۍ) چې دوى به كوله
29-35 او یقینًا یقینًا مونږ له دغه كلي نه یوه ډېره څرګنده نښه پرېښوده، د هغه قوم لپاره چې له عقل نه كار اخلي
29-36 او (مونږ لېږلى و) مدین ته د هغوى ورور شعیب، نو ده وویل: اى زما قومه! تاسو د الله عبادت كوئ او د اخري ورځې امېد ساتئ او په ځمكه كې ورانكاري مه ګرځئ، په داسې حال كې چې فساد كوونكي یئ
29-37 نو دوى د هغه تكذیب وكړ، نو دوى سختې زلزلې ونیول، نو شول په خپلو كورونو كې پړمخې مړه پراته
29-38 او (هلاك كړي مو وو قوم د) عاد او ثمود او په تحقيق تاسو ته (د دوى هلاكول) د دوى له كورونو نه ښكاره شوي دياو دوى ته شیطان خپل عملونه ښايسته كړل، نو دوى يې له (حقې) لارې نه منع كړل (واړول)، حال دا چې دوى ښه بینا (او هوښیار) وو
29-39 او (مونږ هلاك كړ) قارون او فرعون او هامان او یقینًا یقینًا دوى ته موسٰى ښكاره معجزې راوړې وي، نو دوى په ځمكه كې لويي وكړه او دوى (زمونږ نه) ړومبى كېدونكی نه وو
29-40 نو (په دوى كې) هر یو مونږ په خپلې ګناه سره ونیوه، نو په دوى كې ځینې هغه دي چې مونږ پرې كاڼي وېشتونكى باد راخوشې كړ او ځینې په دوى كې هغه دي چې دوى سختې چغې ونیول او ځینې په دوى كې هغه دي چې مونږ هغوى په ځمكه كې ننه اېستل او ځینې په دوى كې هغه دي چې مونږ (په اوبو كې) غرق كړل او الله له سره داسې نه و چې په دوى يې ظلم كړى وى او لېكن دوى په خپلو ځانونو (پخپله) ظلم كاوه
29-41 د هغو كسانو حال چې له الله نه غیر يې دوستان (او كارسازي) نیولي دي د غڼې (جولاګي) د حال په شان دى، چې یو كور جوړ كړي، او بېشكه په كورونو كې تر ټولو كمزورى كور خامخا د جولاګي كور دى كه چېرې دوى پوهېدلى (نو د غیر الله عبادت به يې نه كاوه)
29-42 بېشكه الله په هر هغه شي عالم دى چې دوى يې له هغه نه غیر بلي او همغه ښه غالب، ښه حكمت والا دى
29-43 او دغه مثالونه، مونږ دغه د خلقو لپاره بیانوو او په دوى نه پوهېږي مګر پوه خلق
29-44 الله اسمانونه او ځمكه په حق سره پیدا كړي دي، بېشكه په دې كې د مومنانو لپاره خامخا لویه نښه ده
29-45 ته هغه لوله چې تا ته وحي كړى شوى دى، چې كتاب (او قرآن) دى او لمونځ قايموه، بېشكه لمونځ (لمونځ كوونكي لره) له بې حیایۍ او بدكار نه منع كوي او خامخا د الله یادول ډېر لوى دي او الله پوهېږي په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ
29-46 او تاسو له اهل كتابو سره جګړه مه كوئ مګر په هغې (طریقې) سره چې هغه تر ټولو ښه وي، غیر له هغو كسانو نه چې ظلم وكړي له دوى ځنې او تاسو وايئ: مونږ په هغه (كتاب) ایمان راوړى دى چې مونږ ته نازل كړى شوى دى او ( په هغه كتاب) چې تاسو ته نازل كړى شوى دى او زمونږ معبود او ستاسو معبود یو دى او مونږ خاص هغه ته غاړه ايښودونكي یو
29-47 او هم داسې مونږ تا ته كتاب نازل كړ، نو هغه كسان چې مونږ هغوى ته كتاب وركړى دى هغوى په ده (قرآن) ایمان راوړي او له دغو (عربو) نه ځینې هغه دي چې په ده ایمان راوړي او زمونږ له ایتونو نه انكار نه كوي مګر كافران
29-48 او له دې (قرآن) نه مخكې نه تا كوم كتاب لوسته او نه تا د غه په خپل ښي لاس سره لیكه، (كه ته داسې وى نو) په دغه وخت كې به باطل پرستو شك كاوه
29-49 بلكې دغه (قرآن) ښكاره ایتونه دي د هغو خلقو په سینو كې چې هغوى ته علم وركړى شوى دى او زمونږ له ایتونو نه انكار نه كوي مګر ظالمان
29-50 او دوى وايي: په ده باندې د خپل رب له جانبه نښې (معجزې) ولې نه نازلولى شي؟ ته (دوى ته) ووایه: بېشكه معجزې خو يواځې له الله سره دي، بېشكه زه خو بس ښكاره وېروونكى یم
29-51 ایا دوى ته دا كافي نه دي چې بېشكه مونږ په تاكتاب نازل كړى دى، په دې حال كې چې دوى ته لوستل كېږي، بېشكه چې په دغه (كتاب) كې خامخا رحمت او نصیحت دى د هغه قوم لپاره چې ایمان راوړي
29-52 ته (دوى ته) ووایه: زما په مینځ كې او ستا په مېنځ كې الله ښه كافي ګواه دى، هغه عالم دى په هر هغه شي چې په اسمانونو او ځمكه كې دي او هغه كسان چې په باطل يې ایمان راوړى دى او په الله سره كافران شوي دي همدغه كسان تاوانیان دي
29-53 او دوى دعذاب په راتلو سره په تا تلوار كوي، او كه چېرې ټاكل شوي نېټه نه وى (نو )خامخا به په دوى عذاب راغلى و، او خامخا ضرور به دا په دوى ناڅاپه راځي، په دې حال كې چې دوى به شعور (خبر) نه لري
29-54 او دوى د عذاب په راتلو سره په تا تلوار كوي، حال دا چې جهنّم خو كافرانو لره خامخا راګېروونكى دى
29-55 په هغې ورځ كې چې دوى لره به عذاب پټ كاندې د دوى له پاسه نه او د دوى د پښو له لاندي، نه او دوى ته به ووايي: تاسو (د) هغه عمل (سزا) وڅَكئ چې تاسو به كاوه
29-56 اى زما هغو بنده ګانو چې ایمان يې راوړى دى! بېشكه زما ځمكه فراخه ده، نو تاسو خاص زما عبادت كوئ
29-57 هر نفس د مرګ(مزه) څكونكى دى، بیا به خاص مونږ ته راګرځولى شئ
29-58 او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي خامخا ضرور به مونږ دوى ته د جنت په داسې لوړو بالاخانو كې ځاى وركړو چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، په دې حال كې چې تل به وي په دغو (بالاخانو) كې، دغه (جنت) د عمل كوونكو ښه اجر دى
29-59 هغه كسان چې صبر يې كړى دى او دوى خاص په خپل رب باندې توكل كوي
29-60 او په ځمكه ډېر خوځنده (زنده سر) دي چې خپل رزق نه پورته كوي، الله دوى ته او تاسو ته روزي دركوي او هغه ښه اورېدونكى، ښه عالم دى
29-61 او قسم دى كه ته له دوى نه پوښتنه وكړي چې اسمانونه او ځمكه چا پیدا كړي دي او (چا) لمر او سپوږمۍ مسخر كړي دي؟ دوى به خامخا ضرور ووايي چې الله (پیدا كړي او مسخر كړي دي)، نو څرنګه دوى ګرځولى شي؟
29-62 الله چې په خپلو بنده ګانو كې چا لره وغواړي؛ رزق فراخوي او په هغه يې تنګوي، بېشكه الله په هر شي ښه عالم دى
29-63 او قسم دى كه ته له دوى نه پوښتنه وكړې چې چا له اسمان نه اوبه نازلې كړې دي، بيا يې په هغو سره ځمكه د هغې له مرګ نه پس ژوندۍ كړې ده؟ (نو) خامخا ضرور به دوى ووايي چې الله (دا كار كړى دى) ته ووایه: ټول د كمال صفتونه خاص د الله لپاره دي بلكې د دوى اكثره عقل نه لري
29-64 او دا دنيايي ژوند نه دى مګر عبث او لوبې او بېشكه دار اخرت (جنت) خامخا همغه واقعي ژوندون دى، كه چېرې دوى پوهېدلى
29-65 نو كله چې دوى په كشتۍ كې سواره شي (، نو) دوى الله بولي، په داسې حال كې چې خاص هغه لره دین خالص كوونكي وي، نوكله چې هغه (الله) دوى ته وچې ته نجات وركړي (نو) ناڅاپه دوى (له الله سره) شریكان نیسي
29-66 د دې لپاره چې دوى په هغو (نعمتونو سره) كفر(ناشكري) وكړي چې مونږ دوى ته وركړي دي او د دې لپاره چې دوى فايده واخلي، نو ژر به دوى پوه شي
29-67 ایا دوى نه دي لیدلي چې بېشكه مونږ حرم امن والا ګرځولى دى، حال دا چې د دوى ګېر چاپېره خلق تښتولى شي، ایا نو دوى په باطل ایمان راوړي او د الله په نعمت سره كافران كېږي؟
29-68 او له هغه كس نه لوى ظالم څوك دى چې په الله باندې دروغ تړي، یا د حق تكذیب كوي، كله چې ده ته دغه (حق) راشي، ايا په جهنّم كې د كافرانو لپاره د اوسېدوځاى نشته؟
29-69 او هغه كسان چې په (دین ز) مونږ كې كوشش كوي (، نو) مونږ به دوى ته خامخا ضرور خپلې لارې وښیو او بېشكه الله خامخا د نېكي كوونكو ملګرى دى