العلق

تفسير سورة العلق

الترجمة البشتوية

پښتو

الترجمة البشتوية

ترجمة معاني القرآن الكريم باللغة البشتو ترجمها زكريا عبدالسلام، وراجعها مفتي عبدالولي خان عام الطبعة 1423هـ.

﴿بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ﴾

96-1 ته د خپل هغه رب په نامه سره ولوله چې پیدا كړي يې دي (ټول مخلوقات)

﴿خَلَقَ الْإِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ﴾

96-2 ده انسان له پرنې (ټوټې) وینې نه پیدا كړى دى

﴿اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ﴾

96-3 ته ولوله، په داسې حال كې چې ستا رب تر ټولو لوى كریم دى

﴿الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ﴾

96-4 هغه چې په قلم سره يې ښوونه كړې ده

﴿عَلَّمَ الْإِنْسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ﴾

96-5 انسان ته يې هغه څه ښودلي دي چې دى پرې نه پوهېده

﴿كَلَّا إِنَّ الْإِنْسَانَ لَيَطْغَىٰ﴾

96-6 حقه دا خبره ده چې یقینًا انسان خامخا سركشي كوي

﴿أَنْ رَآهُ اسْتَغْنَىٰ﴾

96-7 په دې وجه چې دى خپل ځان ویني چې دى بې پروا (بې حاجته) شو

﴿إِنَّ إِلَىٰ رَبِّكَ الرُّجْعَىٰ﴾

96-8 بېشكه خاص ستا رب ته بېرته ورتلل دي

﴿أَرَأَيْتَ الَّذِي يَنْهَىٰ﴾

96-9 ته ما ته خبر راكړه د هغه كس چې منع كوي

﴿عَبْدًا إِذَا صَلَّىٰ﴾

96-10 بنده (محمدﷺ) لره كله چې دى لمونځ كوي

﴿أَرَأَيْتَ إِنْ كَانَ عَلَى الْهُدَىٰ﴾

96-11 ته ما ته خبر راكړه كه چېرې دغه (بنده) په هدایت وي

﴿أَوْ أَمَرَ بِالتَّقْوَىٰ﴾

96-12 یا په تقوٰی (پرهېزګارۍ) سره حكم كوي

﴿أَرَأَيْتَ إِنْ كَذَّبَ وَتَوَلَّىٰ﴾

96-13 ته ما ته خبر راكړه كه دغه (منع كوونكى) تكذیب كوي او (له حق نه) مخ اړوي

﴿أَلَمْ يَعْلَمْ بِأَنَّ اللَّهَ يَرَىٰ﴾

96-14 ایا دى نه پوهېږي چې بېشكه الله ویني؟

﴿كَلَّا لَئِنْ لَمْ يَنْتَهِ لَنَسْفَعًا بِالنَّاصِيَةِ﴾

96-15 داسې نه ده! قسم دى كه دى منع نشو، (نو) مونږ به (دى) خامخا ضرور ډېر سخت راكاږو د تندي (وچولي) په وېښتانو سره

﴿نَاصِيَةٍ كَاذِبَةٍ خَاطِئَةٍ﴾

96-16 داسې تندى چې دروغجن (او) خطا كار دى

﴿فَلْيَدْعُ نَادِيَهُ﴾

96-17 نو دى دې خپل مجلس والا راوبلي

﴿سَنَدْعُ الزَّبَانِيَةَ﴾

96-18 ژر ده چې مونږ به ډېر سخت تند خویه ملايك راوبلو

﴿كَلَّا لَا تُطِعْهُ وَاسْجُدْ وَاقْتَرِبْ ۩﴾

96-19 داسې نه ده ته د ده خبره مه منه، او (الله ته) سجده كوه او (الله ته) ښه نژدې شه

الترجمات والتفاسير لهذه السورة: