المرسلات

تفسير سورة المرسلات

الترجمة البشتوية

پښتو

الترجمة البشتوية

ترجمة معاني القرآن الكريم باللغة البشتو ترجمها زكريا عبدالسلام، وراجعها مفتي عبدالولي خان عام الطبعة 1423هـ.

﴿بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ وَالْمُرْسَلَاتِ عُرْفًا﴾

77-1 قسم دى په هغو بادونو چې پرله پسې لېږل شوي دي!

﴿فَالْعَاصِفَاتِ عَصْفًا﴾

77-2 بیا په هغو سختو تېزو چلېدونكو بادونو باندې، تېز تلل

﴿وَالنَّاشِرَاتِ نَشْرًا﴾

77-3 او په خورونكو بادونو باندې، خورول

﴿فَالْفَارِقَاتِ فَرْقًا﴾

77-4 بیا په هغو بادونو چې جدا والى راولي، جدا كول

﴿فَالْمُلْقِيَاتِ ذِكْرًا﴾

77-5 بیا په هغو بادونو باندې چې د ذكر اچونكي دي

﴿عُذْرًا أَوْ نُذْرًا﴾

77-6 د عذر لپاره او وېرولو لپاره

﴿إِنَّمَا تُوعَدُونَ لَوَاقِعٌ﴾

77-7 بېشكه چې له تاسو سره څه وعده كولى شي یقینًا (هغه) واقع كېدونكې ده

﴿فَإِذَا النُّجُومُ طُمِسَتْ﴾

77-8 نو كله چې ستوري بې رڼا كړى شي

﴿وَإِذَا السَّمَاءُ فُرِجَتْ﴾

77-9 او كله چې اسمان څیرې كړى شي

﴿وَإِذَا الْجِبَالُ نُسِفَتْ﴾

77-10 او كله چې غرونه والوزول شي

﴿وَإِذَا الرُّسُلُ أُقِّتَتْ﴾

77-11 او كله چې رسولانو ته وخت وټاكل شي

﴿لِأَيِّ يَوْمٍ أُجِّلَتْ﴾

77-12 د كومې ورځې لپاره دغه (څیزونه) وروسته كړى شوي دي؟

﴿لِيَوْمِ الْفَصْلِ﴾

77-13 د فیصلې د ورځې لپاره

﴿وَمَا أَدْرَاكَ مَا يَوْمُ الْفَصْلِ﴾

77-14 او ته څه شي پوه كړې چې د فیصلې ورځ كله ده

﴿وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِلْمُكَذِّبِينَ﴾

77-15 د دروغ ګڼونكو لپاره په دغې ورځ كې هلاكت دى

﴿أَلَمْ نُهْلِكِ الْأَوَّلِينَ﴾

77-16 ایا مونږ ړومبني (مجرمان) نه دي هلاك كړي

﴿ثُمَّ نُتْبِعُهُمُ الْآخِرِينَ﴾

77-17 بیا مونږ په دوى پسې وروستني خلق ورلېږو

﴿كَذَٰلِكَ نَفْعَلُ بِالْمُجْرِمِينَ﴾

77-18 همداسې كار مونږ له مجرمانو (كافرانو) سره كوو

﴿وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِلْمُكَذِّبِينَ﴾

77-19 په دغې ورځې كې د تكذیب كوونكو (دروغ ګڼونكو) لپاره هلاكت دى

﴿أَلَمْ نَخْلُقْكُمْ مِنْ مَاءٍ مَهِينٍ﴾

77-20 ایا مونږ تاسو له سپكو اوبو نه نه یئ پیدا كړي

﴿فَجَعَلْنَاهُ فِي قَرَارٍ مَكِينٍ﴾

77-21 پس مونږ دغه (اوبه) په مضبوط ځاى كې كېښودلې

﴿إِلَىٰ قَدَرٍ مَعْلُومٍ﴾

77-22 تر مقررې نېټې (اندازې) پورې

﴿فَقَدَرْنَا فَنِعْمَ الْقَادِرُونَ﴾

77-23 نو مونږ قادر یو، پس (مونږ) ښه قدرت لرونكي یو

﴿وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِلْمُكَذِّبِينَ﴾

77-24 په دغې ورځې كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى

﴿أَلَمْ نَجْعَلِ الْأَرْضَ كِفَاتًا﴾

77-25 ایا مونږ ځمكه نه ده ګرځولې راجمع كوونكې

﴿أَحْيَاءً وَأَمْوَاتًا﴾

77-26 ژوندیو لره او مړیو لره

﴿وَجَعَلْنَا فِيهَا رَوَاسِيَ شَامِخَاتٍ وَأَسْقَيْنَاكُمْ مَاءً فُرَاتًا﴾

77-27 او مونږ په دې كې اوچت لوى غرونه پیدا كړي دي او په تاسو مو خوږې تنده ماتوونكې اوبه څښلي

﴿وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِلْمُكَذِّبِينَ﴾

77-28 په دغې ورځ كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى

﴿انْطَلِقُوا إِلَىٰ مَا كُنْتُمْ بِهِ تُكَذِّبُونَ﴾

77-29 تاسو ځئ لاړ شئ هغه څیز ته چې تاسو به هغه دروغ ګاڼه

﴿انْطَلِقُوا إِلَىٰ ظِلٍّ ذِي ثَلَاثِ شُعَبٍ﴾

77-30 تاسو ځئ لاړ شئ هغه سیوري ته چې د دریوڅانګو والا دى

﴿لَا ظَلِيلٍ وَلَا يُغْنِي مِنَ اللَّهَبِ﴾

77-31 چې نه یخ دى او نه د اور لمبې لرې كولى شي

﴿إِنَّهَا تَرْمِي بِشَرَرٍ كَالْقَصْرِ﴾

77-32 بېشكه دغه (اور) داسې سرې سكروټې ولي (غورځوي)، لكه اوچتې ماڼۍ

﴿كَأَنَّهُ جِمَالَتٌ صُفْرٌ﴾

77-33 ګویا كې دغه (سكروټې، بڅركي) زېړ تور بخن اوښان دي

﴿وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِلْمُكَذِّبِينَ﴾

77-34 په دغې ورځ كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى

﴿هَٰذَا يَوْمُ لَا يَنْطِقُونَ﴾

77-35 دغه ورځ ده چې دوى به (په كې) خبرې نشي كولى

﴿وَلَا يُؤْذَنُ لَهُمْ فَيَعْتَذِرُونَ﴾

77-36 او دوى ته به اجازت وركولى نشي، پس چې دوى عذر وكړي

﴿وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِلْمُكَذِّبِينَ﴾

77-37 په دغې ورځ كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى

﴿هَٰذَا يَوْمُ الْفَصْلِ ۖ جَمَعْنَاكُمْ وَالْأَوَّلِينَ﴾

77-38 دغه د فیصلې ورځ ده، مونږ، تاسو او ړومبني خلق راجمع كړي دي

﴿فَإِنْ كَانَ لَكُمْ كَيْدٌ فَكِيدُونِ﴾

77-39 نو كه له تاسو سره څه چل مكر وي، نو زما سره (دغه) چل مكر وكړئ

﴿وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِلْمُكَذِّبِينَ﴾

77-40 په دغې ورځ كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى

﴿إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِي ظِلَالٍ وَعُيُونٍ﴾

77-41 یقینًا پرهېزګاران به په سیورو او چینو كې وي

﴿وَفَوَاكِهَ مِمَّا يَشْتَهُونَ﴾

77-42 او په داسې مېوو كې چې دوى يې غواړي

﴿كُلُوا وَاشْرَبُوا هَنِيئًا بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ﴾

77-43 (ملايك به مومنانو ته وايي:) تاسو خورئ او څښئ، په داسې حال كې چې خوند اخيستونكي يئ د هغو عملونو په بدل كې چې تاسو به كول

﴿إِنَّا كَذَٰلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ﴾

77-44 بېشكه همداسې مونږ نېكي كوونكو ته بدله وركوو

﴿وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِلْمُكَذِّبِينَ﴾

77-45 په دغې ورځ كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى

﴿كُلُوا وَتَمَتَّعُوا قَلِيلًا إِنَّكُمْ مُجْرِمُونَ﴾

77-46 تاسو خورئ او فايده واخلئ لږه، بېشكه تاسو مجرمان یئ

﴿وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِلْمُكَذِّبِينَ﴾

77-47 په دغې ورځ كې د تكذیب كوونكو (دروغ ویونكو) لپاره هلاكت او تباهي ده

﴿وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ ارْكَعُوا لَا يَرْكَعُونَ﴾

77-48 او كله چې دوى ته وویل شي تاسو ركوع كوئ (نو) دوى ركوع نه كوي

﴿وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِلْمُكَذِّبِينَ﴾

77-49 په دغې ورځ كې د تكذیب كوونكو لپاره هلاكت دى

﴿فَبِأَيِّ حَدِيثٍ بَعْدَهُ يُؤْمِنُونَ﴾

77-50 نو له دې (قرآن) نه وروسته دوى په څه شي ایمان راوړي؟

الترجمات والتفاسير لهذه السورة: